د بخت کمپل جوړولو فابریکې پرانیست‌غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ

د اسلامي امارت مسئولینو ، مجاهدینو، قدرمنو مشرانو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

الله تعالی دې وکړي چې له ښه صحت څخه به برخمن یاست.

خوښ یم، چې نن ورځ په افغانستان کې د داخلي تولیداتو او صنایعو د پراختیا په برخه کې د کمپلو د تولید د یوې داسې مهمې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوم، چې په بهرنیو تولیداتو زموږ د هېواد تکیه راکموي او د داخلي صنعت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

له هر څه وړاندې د فابریکې مسئولینو او ګرانو هېوادوالو ته د کمپلو د تولید د دغې مهمې فابریکې د فعالیت د پیل ډېره مبارکي وایم.

د کمپلو د تولید په یاده فابریکه کې د نهه سوه دېرش میلیونو افغانیو په مقدار پانګونه سوې ده، چې په لومړیو کې به یې په ورځ کې تولیدي ظرفیت زر واحده وي او شاه او خوا نهه سوه کسانو ته به په‌کې مستقیماً د کار زمینه برابره سي.

د د اخلي صنایعو څخه د ملاتړ په موخه دغې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق یا اې ډي اېف له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت اړوند ماشینونه اخیستل سوي دي؛ ترڅو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم سي.

تر ټولو مهمه دا چې په یاده فابریکه کې به د هېواد له خامو موادو یعنې له وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي؛ چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکتور د پیاوړتیا سبب وګرځي او په غیر مستقیمه توګه به د کاري فرصتونونو په زیاتولو کې مرسته وکړي.

د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو پلي کول او د داخلي صنایعو ملاتړ او وده د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د اقتصادي خپلواکۍ پر لور ډېر مهم ګام دی؛ کله چې په هېواد کې د پانګونې کچه لوړیږي، ورسره په څنګ کې د کار موندنې فرصتونه زیاتیږي، د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه کمېږي، د ټولنیزو ستونزو مخه نیسي، پر بهرنیو وارداتو د هېواد تکیه راکموي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او په ټوله کې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا سبب ګرځي.

لله الحمد تاسې ټول د دې ستر واقعیت شاهدان یاست، چې په وطن کې مو امن دی، اداري فساد ټیټې کچې ته راښکته سوی دی، د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده ده. د تل په څېر د هېواد په ټولو محترمو تجارانو او پانګه والو غږ کوم، چې په خپل ګران وطن کې پانګونه وکړئ، په دې سره به مو له یوې خوا خپل مشروع کاروبار پیل کړی وي او له بلې خوا به مو د هېواد د اقتصادي ودې سره اړینه مرسته کړې وي.

په پای کې د نوموړې فابریکې له مسؤلینو څخه مننه کوم، چې په هېواد کې یې دا مهمه پانګونه کړې ده او له دوی څخه په ټینګار غواړم، چې د تولیداتو په برخه کې خپل ملي مسؤلیت په سمه توګه سرته ورسوي او هېوادوالو ته د منل سویو معیارونو په پام کې نیولو سره باکیفیته تولیدات وړاندې کړي، ترڅو له یوې خوا داخلي تقاضا ته ځواب وویل سي او له بلې خوا د دې زمینه او امکان هم مساعد سي، چې اضافي تولیدات بهرنیو هېوادونو ته هم صادر سي.

 د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د دې تولیدي فابریکې مسؤلینو او نورو ټولو پانګه والو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي. ان شاءالله

له توجه څخه مو مننه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته