په کورني ناخالص تولید کې د کرنې ارزښت ته کتنه

کرنې ارزښت په صنعت کې

لیکوال: قیس احمد

سریزه

د حکومتونو له اساسي او مهمو دندو یوه هم دا ده چې له یوه لوري خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او له بل لوري هغوی ته له اړتیا سره سم په وخت ښه خدمات وړاندې کړي. هغه دولتونه چې خپلو خلکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د خدماتو پر عرضې توانېدلي، ملي اقتصاد یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د ملي اقتصاد یوه مهمه برخه بیا کورنی ناخالص تولید تشکیلوي. څومره چې د کورني ناخالص تولید کچه زیاتېږي، په هماغه اندازه د هېواد صادرات زیات او خلکو ته نوي کاري فرصتونه برابروي. د کورني ناخالص تولید د ودې لپاره مهمې برخې خدمات، صنعت او بل هغه یې کرنه ده. کرنه د افغانستان په څېر هېوادونو په کورني ناخالص تولید کې د بل هر سکټور په پرتله زیاته ونډه لري او دغه سکټور ته پاملرنه د دولت له مهمو دندو شمېرل کېږي.

موږ په دغه مقاله کې په کورني ناخالص تولید کې د کرنې پر ارزښت لنډې خبرې کوو.

 

کورنی ناخالص تولید یا GDP څه ته وايي؟

  GDP د «Gross Domestic Product» مخفف دی، په یو هېواد کې د ننه د تولید شوو توکو مجموعه ده. د اقتصاد د علم له نظره بیا GDP د یو کال په موده کې په یو هېواد کې د ټولو تولید شوو توکو او همدا راز عرضه شوو خدماتو پولي ارزښت بلل کېږي. دا د یو هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ارزونې لپاره پېژندل شوی معیار دی چې د لومړي ځل لپاره د سیمون کوزنتس Simon Kuznets امریکايي اقتصادپوه له لوري د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته او له هغه وروسته د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ کچې معلومېدو د معیار په توګه ومنل شو.

GDP په یو هېواد کې دننه د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو له اندازې څخه بحث کوي. څومره چې په کور دننه د تولید او محصول اندازه زیاتېږي، په هماغه اندازه ورسره صادرات زیات او په ټوله کې د GDP کچه لوړېږي. د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې تر ډېره لا صنعتي شوي نه دي، د GDP کچه یې تر ډېرې اندازې د کرنې په وضعیت پورې تړلې ده.

 

په کورني ناخالص تولید (GDP) کې د کرنې ارزښت

افغانستان په اقلیمي لحاظ د کرنې لپاره مناسبه هوا، پراخې حاصل‌خیزې ځمکې او همدا راز پرېمانه اوبه لري. د شمېرو له مخې، د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ مصروف دي او له همدې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي . خو د نننۍ پرمختللۍ ټکنالوژۍ او عصري سیسټمونو په موجودیت کې لا هم د کرنې او مالدارۍ سیسټمونه تر ډېره په پخوانۍ بڼه ترسره کېږي او د میکانیزه کولو لپاره یې اساسي ګام نه دی اخیستل شوی. که یې د میکانیزه کولو لپاره هڅې وشي، لرې نه ده چې هېواد به په ډېرو کرنیزو برخو کې خودکفاء او میلیونونو کسانو ته به کار پيدا شي.

افغانستان اوسمهال د سوداګرۍ نا انډول بیلانس لري چې د صادراتو په پرتله یې واردات څو ځلې زیات دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د مجموعي سوداګرۍ کچه شاوخوا لس میلیارد ډالرو ته رسېده، چې په هغه کې یې څه کم دوه میلیارد ډالره صادرات او پاتې نور یې واردات وو .

د صادراتو د کمښت اصلي لامل دا دی چې په کور د ننه د کورني ناخالص تولید کچه کمه ده. د کورني ناخالص تولید دری مهم سکټورونه صنعت، خدمات او کرنه دي، چې له بده‌مرغه د مختلفو دلایلو له امله یې یوه هم په افغانستان کې مطلوبه وده نه ده کړې. افغانستان د کورني ناخالص تولید د کچې زیاتوالي په موخه پر صنعت سربېره د کرنې سکټور پرمختګ ته شدیده اړتیا لري، ځکه چې دلته کابو دوه برخې نفوس، په میلیونونو هوارې ځمکې او له اندازې زیاتې اوبه د کرنې د پرمختګ او پراختیا لپاره مهیا دي.

د کرنې سکټور د میکانیزه کولو او د محصول کچې د زیاتوالي په موخه لاندې کارونو ته اړتیا ده:

•          هېواد ته د پرمختللې زراعتي ماشینرۍ او ټکنالوژۍ راوړل؛

•          د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه استفاده او د هغه ترویج؛

•          د هر ولایت اقلیم ته په کتو د اصلاح شوو تخمونو توزیع؛

•          په کور د ننه په ښه کیفیت د کیمیاوي سرو تولید او توزیع؛

•          د مرضونو د مخنیوي په موخه د باکیفیته درمل تولید او یا هم واردول؛

•          د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په موخه په ټول هېواد کې د سړو خونو جوړول؛

•          د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ مرکزونه جوړول؛

•          په کور دننه د کورنیو کرنیزو محصولاتو د استفادې ترویج او پر بهرنیو هغو د تعرفې زیاتول؛

•          هېوادوالو ته د کورنیو کرنیزو توکو د استفادې په هکله د عامه پوهاوي کچې لوړول؛

•          په کور دننه او بهر کې کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه؛

•          په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړول؛

•          د کرنې سکټور ته د دولت له لوري ځانګړې پاملرنه او د امکاناتو په محدوده کې د پرمختیايي بودیجې ځانګړي کول.

•          او د دغه سکټور د پرمختګ لپاره د نورو هېوادونو له تجربو ګټه اخیستل.

د پورته ذکر شوو مواردو د عملي کېدو په صورت کې به د کرنې سکټور له دودیزې بڼې عصري او پرمتخللې هغې ته واوړي. په کم لګښت او ډېرې اسانۍ سره به د اوس په پرتله څو برابره زیات محصولات ترلاسه شي. څومره چې دا محصولات زیاتېږي، په هماغه اندازه د کورني ناخالص تولید یا GDP کچه هم ورسره لوړېږي.

د کرنې سکټور په میکانیزه کولو سره به موږ وتوانېږو د اوس په پرتله زیات صادرات ولرو، د ډېرو صادراتو په بدل کې به په هماغه اندازه بهرني اسعار په ځانګړي ډول ډالر ترلاسه کړو او دا به د افغانۍ قوي پشتوانه جوړه او ارزښت به یې ساتلی وي.

د کورني ناخالص تولید د کچې په لوړېدو سره به ډېرې اړتیاوې په کور د ننه له شته سرچینو په ارزانه بیه پوره شي. هغه توکي چې له بهر څخه واردېږي، بیې به یې زیاتې نه وي چې په دې سره به عرضه او تقاضا زیاته او هېوادوال به وشي کولی خپلې اړتیاوې په ارزانه ډول پوره کړي. په دې صورت کې به د خلکو د ژوند کچه لوړه شي، په ښه ډول به خدمات ورته ورسېږي او د دې ټولو په پایله کې به د هېواد ملي اقتصاد د پام وړ وده وکړي.

 

پایله

افغانستان په اقلیمي لحاظ د کرنې لپاره مناسب هېواد بلل کېږي او شاوخوا ۸۰ سلنه خلک یې پر کرنه مصروف دي. څومره چې دغه سکټور وده کوي، په هماغه اندازه زیات او باکیفیته کرنیز توکي لاسته راځي. په کور دننه په زیاته کچه د تولید او محصول لاسته راتلل د هېواد پر GDP مستقیم تاثیر لري او GDP بیا د یو هېواد د اقتصاد اصلي معیار بلل کېږي.

نن ورځ په نړۍ کې هغه هېوادونه چټک اقتصادي پرمختګونه کوي چې په کور د ننه یې د تولید او محصول کچه لوړه ده. له یوه لوري یې کورنۍ اړتیاوې له همدې سرچینو په ښه ډول پوره کېږي او له بل لوري یې صادرات ورځ تر بلې زیاتېږي چې په دې وسیله د نړیوال سوداګریز مارکېټ ډېری برخه هم له دوی سره ده.

افغانستان ته هم پکار ده چې په کور د ننه د تولید او محصول سرچینو له هغه ډلې د کرنې سکټور ته ځانګړې پاملرنه وکړي. څو د زیات تولید او محصول په نتیجه کې د GDP کچه لوړه او صادرات زیات شي. د کرنې سکټور په میکانیزه کولو سره به د GDP د اندازې پر زیاتېدو سربېره ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او دا چاره به د هېواد پر ملي اقتصاد د پام وړ مثبت اغېز وکړي.