د شانګهای سازمان ناسته او پر افغانستان یې اغېزې
لیکوال: نجیب الله مایار
سریزه
د شانګهای د همکاریو سازمان(Shanghai Cooperation Organization) په پیل کې د پنځو هېوادونو ترمنځ د څو اړخیزو امنیتی، اقتصادي او سیاسي همکاریو په موخه جوړ شو. دا سازمان په ۱۹۹۶میلادی کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان هېوادونو د مشرانو له خوا په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو پر وړاندې د موازنې د ساتلو په موخه رامنځ ته شو. لږ وروسته ازبیکستان هم له دې سازمان سره یوځای او دا سازمان د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په نوم ونومول شو. پر اصلي غړو سربېره په ۲۰۰۴میلادي کال کې مغولستان او یو کال وروسته (۲۰۰۵م) ایران، هند او افغانستان او له هغه وروسته بیلاروس هم د دغه سازمان د څارونکو غړو په توګه ورسره یوځای شول. د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په ۱۰ مه دغه سازمان د هندوستان او پاکستان له غړیتوب سره موافقه وکړه او دوه کاله وروسته یې د دغه سازمان د غړیتوب له پاره ټول شرایط عملي کړل. په ۲۰۱۷میلادی کال د جون په ۹مه نېټه د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د شانهګای د غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې دغو هېوادونو بشپړ غړیتوب ومنل شو. په ۲۰۲۳میلادي کال د جون په ۴مه د ایران غړیتوب هم په دغه سازمان کې تایید شو. د شانګهای سازمان (SCO) له جوړېدو را په دېخوا د وخت په تېرېدو په سیمه کې د دغه سازمان رول د پیاوړتیا په حال کې دی. په پام کې ده چې د شانګهای سازمان (SCO) د مشرانو راتلونکې غونډه د روان کال د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې جوړه شي.
د پاکستان په کوربه توب د شانګهای راتلونکې ناسته
په پام کې ده چې د شانګهای سازمان (SCO) د مشرانو راتلونکې غونډه د روان کال د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې جوړه شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی شینکر به په دغه ناسته کې د ګډون په موخه د اکتوبر په ۱۵ نیټه اسلام آباد ته سفر وکړي. پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو دوره یی ریاست هم پرغاړه لري. پاکستان د دغه غونډې له پاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پوځیان مخکې له مخکې ګومارل شوي او د اکتوبر له ۱۴مې څخه درې ورځې رخصتي اعلان شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د اکتوبر له پنځمې تر ۱۷ مې نیټې پورې د اسلام اباد امنیتي چارې پوځ ته سپارل شوې دي. هند تېر کال د شانګهای د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه و چې په مجازی توګه جوړه شوه او د نورو مشرانو ترڅنګ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د یوه ویدیویې لینک له لارې په دې ناسته کې برخه واخیسته. افغانستان، بیلاروس او منګولیا په سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه غړیتوب لري، خو له ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې وروسته چې افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسیدلی افغانستان د دغه سازمان په ناستو کې ګډون نه دی کړی. د شانګهای سازمان د داخلي اصولو له مخې په دغه سازمان کې د یوه هېواد د غړیتوب په اړه باید د دغه سازمان ټول غړي هېوادونه موافقه ولري، د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف ویلي چې تاجیکستان د شانګهای سازمان په غونډو کې د افغانستان د ګډون مخالف دی او له افغانستان سره د دغه سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د له سره پيل کېدو غوښتونکی دی. کابلوف له « ریانووستی» خبري شبکې سره په خبرو کې دغه راز ویلی چې له افغانستان سره د شانګهای د تماس ډلې د کار د پیل غوښتنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح شوې ده. دا ناسته په روان لمریز کال کې د مې میاشتې په ۲۰ مه او ۲۱ مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه. تراوسه وختي ده چې وویل شي د شانګهای په دې غونډه کې به د بحث مهم ټکي کوم او څه پرېکړې به کیږي، خو هغه څه چې روښانه دي دا دي د منځني ختیځ جګړې په سیمه کې حالات د بل هر وخت په پرتله ډېر ترینګلي کړي دي. په غزه کې د اسرایلو د جګړې دوام، د لبنان په خاوره کې د اسراییلو بریدونه او ځمکنی عملیات او په ایران کې د حزب الله د یوه مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل چې ایران یې د اسراییلو کار ګڼی او په غبرګون کې یې پر اسراییلو د ایران توغندویی برید هغه موضوعات دي چې له شک پرته د شانګهای په دې ناسته به یې سیوری غوړولی وي. د امنیتي چارو کارپوهان وایي د شانګهای سازمان د همکارۍ سازمان په دغه غونډه کې به په سیمه کې د ترهګرۍ په ګواښ هم خبرې وشي. له شک پرته شانګهای د اسلامي امارت له پاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه مهم فرصتونه رامنځ ته کول او دا چې شانګهای په سیمه کې یو مهم سازمان دی، نو له شک پرته پرېکړې یې په افغانستان او سیمه د پام وړ اغیز لري.
د شانګهای سازمان راتلونکې ناسته او په افغانستان او سیمه یې اغیزې
د شانګهای په ناسته کې د اسلامي امارت د استازي موجودیت د دواړو لورو له پاره ښېګڼې درلودې او په ګټه یې تمامیدای شي، د سازمان غړیو هېوادونو چې د افغانستان ګاونډیان هم پکې راځي کولای شول په خلاص لاس له امارت سره خپلې اندیښنې شریکې کړې وایي او همدا راز اسلامي امارت هم له دغه پلټفورم څخه په استفادې کولای شول د خپل سیمه ییز او نړیوال موقف د غښتلتیا په لاره کار اخیستی وای. د افغانستان اسلامي امارت تېر کال کې په دې اړه خپل غږ پورته کړ او ویې ویل چې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي په توګه د افغانستان موجودیت د دوی یو مشروع حق دی. همدا راز په مسکو کې د اسلامي امارت یوه ديپلومات جمال ناصر غروال هم ایزوسیتیا روسي رسنۍ ته ویلي و چې اسلامي امارت غواړي د شانګهای سازمان غړیتوب ولري.
د شانګهای په ناستو کې د اسلامي امارت د استازي نشتوالی د امنیتي ګواښونو او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې، بشري مرستو او زیربنایي پروژو د پلې کېدو په لاره کې د همکارۍ او همغږۍ د ټینګښت لامل کیدای شوای. د شانګهای د همکاریو سازمان د یوه با نفوذه اقتصادي او امنیتی بلاک او یوه نړیوال سازمان په توګه را څرګند شوی چې پرېکړې یې کولای شي په افغانستان اغېز وکړي. دا سازمان کولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او نورو همکاریو په برخه کې د یوه پلټفورم په توګه عمل وکړي. همدا راز د شانګهای سازمان له پاره هم د افغانستان حضور ګټور و. پاکستان کولای شوای له اسلامي امارت سره خپلې ادعاوې او غوښتنې شریکې کړې وای او د همدې سازمان له لارې یوې داسې هوکړې ته رسیدلي وای چې دا ستونزې کمې شوې وای. دغه راز پاکستان به له اسلامي امارت سره هغه موضوعات له نیژدې تر بحث لاندې نیولې وو چې اوس یې ډېر د رسنیو له لارې شریکیږي. د اقتصادي همکاریو په برخه کې هم افغانستان کولای شي د اسیایي هېوادونو ترمنځ چې د شانګهای سازمان غړي دي د یوه پله په توګه رول ولوبوي. د شانګهای د غړو هېوادونو په همکارۍ د وریښمو د نوې لارې په شان د افغانستان له پاره د اقتصادي دهلیزونو په پرانیستلو سره هم د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي او هم د افغانستان اقتصادي او سوداګریز زیربناوې جوړې شي. افغانستان د یوې ښې راتلونکې له پاره د سیمې هېوادونو ملاتړ او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري. په افغانستان کې ثبات او یو قوي دولت نه یوازې د افغانانو په ګټه دی، بلکې د سیمې هېوادونو او ټولې نړۍ له پاره ګټوردی.
په شانګهای سازمان کې د افغانستان له پاره شته فرصتونه
د افغانستان اسلامي امارت کولای شي په دغه سازمان کې له شتون څخه په استفادې خپل رول په سیمه کې بیا تعریف او په نړیواله صحنه کې خپل موقف لوړ بوځي، همدا راز په دغه سازمان کې خپل ډيپلوماتیک هویت پیاوړی او له جغرافیوي او اقتصادي اهمیت نه په استفادې د سیمهییزې همکارۍ له پاره خپل پوتانشیل وښیي. افغانستان له تاریخي لحاظه د خپل جغرافیوي موقعیت له کبله د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د پله حیثیت لري او د شانګهای د همکاریو سازمان کولای شی دا رول لا پیاوړی کړی. دا چې د شانګهای د همکاریو سازمان پر امنیت سربېره اقتصادي او انکشافي برخو ته هم اړیکي او همکاري پراخوي، افغانستان کولای شي په دې برخه کې غوره رول اجراء کړي. د شانګهای د همکاریو سازمان چې دې چین او روسیې د ګټو پر اساس رهبري کیږي د لوېدیځو هېوادونو تر رهبرۍ لاندې سازمانونو( G7 او ناټو) پر وړاندې د توازن ساتنې په موخه راڅرګندیږي. دا به اسلامي امارت ته دا فرصت برابر کړي چې په قوت سره د خپل بهرني سیاست ګټې تعقیب کړي. همدا راز له چین سره په اقتصادي برخه کې د خپلو فرصتونو له مخې کار وکړي او د سیمې له نورو هېوادونو سره سیمه ییزې اړیکې، سوداګری او پانګونه پیاوړې کړي. د شانګهای سازمان د افغانستان له پاره په ډيپلوماتیکه جبهه کې هم دا فرصت په لاس ورکوي چې په ملګرو ملتونو، OIC او مشترک المنافع هېوادونو سازمانونو کې خپل څو اړخیز بهرنی سیاست مخکې یوسي او له چین، روسیې، د امریکامتحده ایالاتو او اروپایي ټولنې سره د اړیکو تعادل وساتي.
پایله
د شانګهای سازمان د اقتصادي، امنیتی همکاریو په برخه کې په سیمه ییزه کچه د اهمیت وړ دی چې په سیمه ییز او نړیواله کچه په سیمه کې د پیښېدونکو موضوعاتو او ستونزو د حل په موخه ګډې پرېکړې کوي. په سیمه کې د روان سیاسي، امنیتي وضعیت او ناخوالو حل د ګډ دریځ او ګډو هڅو ته اړتیا لري چې که غړي هېوادونه له خپل پوتنشیل څخه په استفادې د زړه له اخلاصه اقدام وکړي، نو حتمي ده چې پایله به ولري. د شانګهای سازمان په اډانه کې چې ډېر هېوادونه یې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو ادعا کوي افغانستان کولای شي خپل نړیوال موقف او نظر غښتلی او له دې لارې له لویدیځ او نورو نړیوالو سازمانو سره خپلې اړیکي عادي کړي.