د طوطي میدان ګازو اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه

لیکوال: قیس احمد

سریزه

د اقتصاد علم له نظره، بهرنۍ پانګونه د افغانستان په څېر هېوادونو د اقتصادي ودې له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي او لامل یې دا په ګوته کوي، چې په هېواد کې دننه د اقتصادي ودې لپاره لازمې سرچینې او پرمختللې ټکنالوژي په واک کې نشته. خو ښېګڼه بیا دا ده چې د همدې تشې ډکولو لپاره د پانګونې لپاره فرصتونه موجود دي.

اسلامي امارت د بهرنۍ پانګونې دا اړتیا درک کړې او همدې ته په کتو یې ټولو پانګوالو په ځانګړي ډول بهرنیو هغو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی. د پانګونې ټول فرصتونه یې په نښه کړي او دا پروسه یې خورا اسانه او شفافیت یې پکې رامنځته کړی دی.

د همدې تسهیلونو د رامنځته کولو په ترڅ کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې کچه زیاته شوې، چې ښه بېلګه یې څو ورځې وړاندې د فاریاب ولایت د طوطي میدان ګازو پر زېرمو باندې د یوې ازبیکستاني کمپنۍ له لوري د یو میلیارد ډالرو پانګونې پيل دی. دغه پانګونه د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ګام شمېرل کېږي چې موږ يې پر اقتصادي ارزښت لنډې خبرې کوو.

 

د طوطي میدان ګازو زېرمې

افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې بډایه کانونه او تر ځمکه لاندې پراخې طبیعي زېرمې لري. ګاز یو له دې زېرمو دي چې د هېواد په مختلفو سیمو کې کشف شوي او مجموعي ذخیره یې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ میلیارد مترمکعب پورې اټکل شوې ده[1]. په فاریاب ولایت کې د طوطي میدان ګازو زېرمې له نن کلونه وړاندې د بهرنیانو له لوري پېژندل شوې وې، خو په هېواد کې د ،اشغالپرله‌پسې جګړو او ناامنیو له وجې یې عملي اکتشاف او استخراج نه و پيل شوی.

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو او په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په تأمین سره د مختلفو کانونو او تر ځمکه لاندې طبیعې زېرمو په ګډون د طوطي میدان ګازو د را ایستلو یو بې مخینې فرصت برابر شو. اسلامي امارت له همدې فرصت په ګټې اخیستو له یوې ازبیکستاني کمپنۍ سره د بهرنۍ پانګونې د اصولو مطابق د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ[2]. دا تړون لس کلن دی چې ټوله موده یې ۲۵ کلونو ته رسېږي. د دغه تړون له مخې به قراردادي کمپنۍ په لومړي کال سل میلیون ډالره او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي چې په لومړیو دوو کلونو کې به د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولیدي فابریکه هم جوړوي. دغه کمپنۍ به په لومړیو درېیو کلونو کې ۱۵۰۰ کیلومتره مربع ساحه د دوه بعدي او زر کیلومتره مربع ساحه به په درې بعدي توګه سروې کړي.

د طوطي میدان ګازو زېرمې په فاریاب ولایت کې موقعیت لري چې ټول مساحت یې شاوخوا ۷ زره کیلومتر مربع ته رسېږي. د اټکل له مخې، دغه سیمه د شاوخوا ۳۰ میلیارد متر مکعب ګازو ذخیره لري چې د استخراج په پيل سره به یې تر ډېره حده د هېودوالو د ګازو اړتیاوې پوره شي.

 

د طوطي میدان ګازو اقتصادي ارزښت

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ګاز له ترکمنستان، ایران، قرغیزستان، روسیې او تاجکستان څخه واردوي، چې په کلني ډول یې د وارداتو کچه سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې افغانستان له ۷۳۴ زره ټنو زیات ګاز وارد کړي دي[3]. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي یخ موسم را روان دی او هغه وخت د ګازو اړتیا څو برابره زیاتېږي.

د ګازو دغه واردات ځینې وخت د یوشمېر ستونزو له امله او په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې چې ډېری سوداګریزې لارې په واورو پوښلې وي، ټکني کېږي او بیا یې په بازارونو کې قیمت دومره لوړ شي، چې څوک یې د اخیستلو وس نه لري. په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه د سلګونو میلیاردو مترمکعب ګازو درلودونکې زېرمې لا هم تر خاورو لاندې پر خپل حال پاتې دي.

اسلامي امارت د همدې ستونزې د هواري په موخه له کورنیو سرچینو څخه د ګازو استخراج هڅې پیل کړې دي، چې ښه بېلګه یې همدا د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج پيل دی. دغه پيل د انرژۍ سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې له مخې به یې افغانستان په یوه مهمه برخه کې خودکفایۍ ته نږدې شي.

افغانستان د سوداګرۍ غیر متوازن بیلانس لري، د صادراتو په پرتله یې واردات زیات دي او یوه عمده دلیل یې دا دی چې په کور دننه د تولید کچه کمه ده. د یادو زېرمو د استخراج په پيل سره به په مجموعي ډول په هېواد کې دننه د ګازو د استخراج کچه زیاته شي چې تر ډېره به د هېوادوالو اړتیاوې په مناسب او ارزانه قیمت سره پوره کړي.

د یادو زېرمو د اکتشاف او استخراج په پيل سره به نه یوازې دا چې بهر ته به د هېواد د سرمایې له وتلو مخنیوی وشي، بلکې د هغه پر ځای به په هېواد کې په لویه کچه چې یو میلیارد ډالر کېږي بهرنۍ پانګونه جذب شي. د دغه پانګونې له مخې به هېواد ته پرمختللې ټکنالوژي راوړل شي، افغانان به د ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې تجربه واخلي او وبه توانېږي چې دغه مهم سکټور د وخت په تېرېدو سره په خپله کنټرول او مدیریت کړي.

په دومره لویه کچه د بهرنۍ پانګونې جذب به نور پانګوال هم وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه ترسره او دلته له رامنځته شوو فرصتونو سالمه استفاده وکړي. د بهرنۍ پانګونې د جذب تر ټولو لویه ګټه دا ده چې افغانستان په سیمه کې خپل اقتصادي باور پياوړی کوي.

د دغه پانګونې پر مټ به په فاریاب ولایت کې پرمختیايي کارونه پيل شي، د ګازو دغو زېرمو ته به ورغځېدلي سړکونه، د استخراج او پروسس لپاره تصفیه خونې، لابراتوارونه او په لویه کچه ذخیرې جوړې شي. هلته به د ګازو د پلور او پېر لوی بازار رامنځته شي چې په ټوله کې به یاد ولایت سوداګریزه بڼه خپله کړي.

د طوطي میدان ګازو د استخراج په پيل سره به د افغانستان د ګازو بازار له ټکني حالت څخه چې پر وارداتو ولاړ دی، ثابت حالت ته راوګرځي. د بازار ثابت حالت غوره کول په مجموع کې پر سوداګرۍ مثبت اغېز لري او دا بیا د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي.

قراردادي کمپنۍ به د ګازو پر اکتشاف او استخراج سربېره په دغه ولایت کې د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا فابریکه هم جوړه کړي. د دغه فابریکې جوړېدل خورا غوره ګام دی چې په یو وروسته پاتې ولایت کې اخیستل کېږي. د برېښنا په تولید سره به هلته صنعت وده وکړي، صنعتي پارکونه به رامنځته او په زیاته کچه به پانګونه جذب شي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکي تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ لګیا دي، چې د برېښنا د تولید په صورت کې به یې د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ او لبنیاتو د پروسس لپاره معیاري مرکزونه جوړ شي. دا به له بزګرانو او مالدارانو سره د محصولاتو په خرڅلاو کې مرسته وکړي.

د برېښنا فابریکې په جوړېدو سره به د دغه ولایت ډېرو هغو سیمو ته برېښنا ورسېږي چې اوسمهال ترې بې برخې دي. د فاریاب ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به دولتي ادارې، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه او تر ټولو مهم روغتنونه له دایمي برېښنا برخمن شي چې په پایله کې به یې هېوادوالو ته په وخت او ښه ډول خدمات وړاندې شي.

د ازبیک کمپنۍ له لوري د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج په پيل سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دا به د خلکو د ژوند پر سطحه مثبت اغېز ولري.

 

پایله

د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج پيل د انرژۍ سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې له مخې به یې افغانستان په یوه مهمه برخه کې خودکفایۍ ته نږدې شي. له دې سره به د هېواد د ګازو اړتیاوې په ارزانه بیه پوره او په کور دننه به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

پر یادو ګازي زېرمو یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر راوړلو سربېره به د لا زیاتې بهرنۍ پانګونې په جذب کې مهم رول ولوبوي. په دغه سیمه کې د ۱۰۰ میګاواته ګازي برېښنا فابریکې په جوړېدو سره به په فاریاب ولایت کې صنعت وده وکړي او سوداګري به وغوړي.

د دغه وروسته پاتې ولایت اوسېدونکو ته به دایمي برېښنا ورسېږي او دې هغه تر څنګ به په یوشمېر برخو کې پرمختیايي کارونه هم ترسره شي.