محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له لومړي وزیر سره وکتل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۱۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له لومړي وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه ماښام مهال د ازبیکستان له لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه  د اسلامي امارت سیاست بې‌طرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم همدې اصل ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لري.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې ده او  ګاونډیو هېوادونو ته یې د هغه د قاچاق مخنیوی کړی دی. اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم تهدید نشته.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ازبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړه څو د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې ازبیکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، په دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

همداراز محترم ملا صاحب د سالنګ لویې لارې د دوهم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه. محترم ملا صاحب وویل، د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کیږي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ازبیک لوري ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له ازبیکستان سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی. محترم ملا صاحب د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو او همدا راز د کابل او تاشکند ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه پر ګډ کار کولو ټینګار وکړ.

ورپسې د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، ازبیکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو له پاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۴
Background image

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵. ۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۱مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۰ پر. . .

BACK TO NEWS