د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ مسودې او په نباتي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحې ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۵۱
تخنيکي کمېټه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ پر مسودې او په نباتي غوړیو کې د ځان بسیاینې پر طرحې او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادو موضوعاتو ته د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

د لبنیاتو د ځان بسیاینې پالیسۍ په تطبیق سره به په هېواد کې د اړتیا وړ باکیفیته او صحي لبنیات راټول، پروسس او له معیاري بسته‌بندۍ وروسته به بازار ته وړاندې کېږي، چې په دې سره به دغه سکټور د پام وړ وده وکړي. همدا راز به د نباتي غوړیو په برخه کې د ځان بسیاینې طرحې په تطبیق سره په کور دننه باکیفیته او صحي نباتي غوړ تولید او د ورځني بازار اړتیا به تر ډېره له کورنیو سرچینو پوره شي. همدارنګه به د منرالونو د ملي پالیسۍ په تطبیق سره به په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS