د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۲۰
new70

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. دې غونډې ته د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې تر هراړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې په عملي کېدو سره به افغانستان د چرګانو سکټور په مختلفو برخو کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته کار زمینه هم برابره کړي. دې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شوو او تر بیارغونې لاندې امارتي سړو خونو راپور هم وړاندې شو. یاد موضوعات د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS