د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳
978566sfj

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب  میاشتې په ۲۷مه نېټه له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.

د دغه لیدنې پر مهال چې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو هم حضور درلود، د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په دغه سکټورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې.

د لیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولای شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي. محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د پانګونې له پاره ښه فرصتونه لري. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ورپسې روسي پانګوالو په افغانستان کې  په بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي ډول صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان پانګوالو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مارکېټ ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب  میاشتې په ۲۷مه نېټه له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۵:۴۲
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو هغو تعدیل کړل.. . .

BACK TO NEWS