د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګله‌دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۴۷
علماوو سره ناسته

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هند او بنګله‌دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل.

د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د اسلام مبارک دین له ټولو خرافاتو څخه پاک او په صحیح شکل خپل ولس ته ورسوي، چې په همدې موخه یې مدارس تقویه کړي، د نویو علمي اداراتو پر رامنځته کولو یې کار کړی او په تعلیمي نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د دې ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه هم مؤثرې هڅې پيل کړې دي، لویې اقتصادي پروژې پيل شوې، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو احتیاجاتو څخه خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

د محترم ملا صاحب په خبره، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده. اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ولاړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي.

د یادو هېوادونو علماوو په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت سره خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د تقویې په موخه یې خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS