د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې ګډون وکړ

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۳۱
۵۷۷۸۲۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په لومړۍ نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه وزارت د سیندیزو حوزو رئیسانو، مشاورینو، د انرژۍ زونونو امرینو او انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې په موخه د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ.

محترم ملا صاحب دې غونډې ته د اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، د اوبو اهمیت او اړتیا په اړه الله تعالی انسانانو ته لارښوونه کړې، چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه اسلامي مکلفیت راجع کوي او بلخوا له نړۍ سره د سیالۍ او اقتصادي ودې لپاره د اوبو غوره مدیریت په اوسني عصر کې اړین او ملي مسوولیت ګڼل کېږي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو د زیاتیدونکو اړتیاوو او د بې پروا مصرف له امله نن ورځ په نړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بلل کېږي، چې دې چارې د هېوادونو ترمنځ خپل‌منځي او نړیوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او کنټرول ته په اشارې سره وویل، افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له بده‌مرغه د مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې یې مسلکي چلند نه دی شوی. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله علمي او تخنیکي زده‌کړو  سیمینار څخه فارغ شوو کسانو ته مبارکي وویله او له هغوی څخه یې په ټینګار وغوښتل چې د دغه مهم ملي سکټور د ودې او مظلوم ملت د هوساینې لپاره په پوره اخلاص کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو پروژو مدیریتي او معلوماتي سیستم، د اوبو د کیفیت معلوماتي سیستم، د اسنادو مدیریت او تعقیب سیستم، د کارمندانو د هویت کارت مدیریتي سیستم او د زده کړې د ظرفیت لوړونې برنامې پرانیسته هم وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

BACK TO NEWS