په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۸
0-9876rdg

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعات او کلتور وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو د تخنیکي ارزونې راپورونه وړاندې شول. د راپورونو له ارایې وروسته د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د تیرپارک جوړولو او همدا راز په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه د ۸۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.

همدا راز په دغه غونډه کې د لوګر ولایت په مرکز پُل علم ښار کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د کابل ولایت په ده سبز سیمه کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا او د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې څو خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۳مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د شاه او عروس اوبو بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د ګټې اخیستنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري یوشمېر موضوعات د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدۍ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. دې غونډې. . .

BACK TO NEWS