د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۲۶
30standards

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دوهمه غونډه کې چې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم، د دغه شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.

د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې وویل، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو له پاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په دې سره به د بې کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو څخه په کلکه وغوښتل چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي.

ورپسې غونډې ته د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰ سټنډرډونه وړاندې شول. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یاد سټنډرډونه تصویب شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS