په مختلفو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او یوشمېر نورو اقتصادي طرحو په اړه بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۳
cgh654

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کندهار ولایت کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو جوړولو او همدا راز په هرات ولایت کې د پستې باغونو او مختلفو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې له تفصیلي بحث وروسته جلا جلا کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل نهايي راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS