له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه ترسره شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
Special Meeting Held with Sectoral Ministries to Follow Up on Economic Issues Discussed with Russian Delegation

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له تفصیلي بحث وروسته  د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ترانسپورټ او هوايي چلند، او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معینیت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دندې وسپارل شوې، څو هر وزارت او اداره د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له ټولو تفصیلي معلوماتو سره یوځای یې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي. اقتصادي معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړپوړي پلاوي سره شریکې کړي، چې د روانې قوس میاشتې په پنځمه نېټه یې کابل ته سفر کړی و. یاد روسي پلاوي هغه مهال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په دغه برخه کې ګډ کار کوي.
همدا راز په دغه غونډه کې د هغو مهمو اقتصادي برخو په اړه هم بحث وشو چې روسي شرکتونو پکې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. له هراړخیز بحث وروسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له یادو روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه انلاین مجلس ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره او لاندې پرېکړې په‌کې وشوې

پرېکړه:

د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشري، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۹
Background image

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳. . .

BACK TO NEWS