د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
A contract for the Logar Cement Factory was signed with an investment of approximately $145 million.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په څلورمه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو. دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري. په دغه کارخونه کې به سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصت برابر او همدا راز به د خصوصي شرکت له لوري د سیمې اوسېدونکو ته په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې هم خدمات وړاندې شي. 
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د سیمنټو د څلورو سترو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې شاوخوا ۶۲۳ میلیون ډالره پانګونې په‌کې کیږي او اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS