د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۴۵
The Deputy Prime Minister for Economic Affairs Meets with Ulamas and Tribal Leaders from Takhar

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۳مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.

د دغه لیدنې پر مهال د تخار علماوو او قومي مخورو خپلې ستونزې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسوولینو مسوولیت دی او په پوره اخلاص او صداقت سره یې ترسره کوي.

د تخار علماوو او قومي مشرانو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل، د دغو کارونو په ترسره کېدو سره تر ډېره حده د هېوادوالو ستونزې حل شوې او د نن ورځې په ناسته کې د مطرح شویو ستونزو په هوارېدو  سره به د تخار ولایت ولسونو ته لا ښې اسانتیاوې رامنځته او له خدماتو به برخمن شي. په پای کې محترم ملا صاحب د شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اړوندو ادارو ته به په دې اړه لازمې لارښوونې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS