د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر له شارژدافیر سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۴۰
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر له شارژدافیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په څلورمه نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر ښاغلي دکتور مُردِف القاشوطي سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربه توب څخه مننه وکړه او د قطر له دولت او پانګوالو یې وغوښتل څو په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو استفاده وکړي او په دې اړه اسلامي امارت د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي. د قطر شارژدافیر ښاغلي مُردِف القاشوطي د خپلو خبرو پر مهال وویل، قطر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېواله دی. ښاغلي القاشوطي زیاته کړه، دوی د دوحې او کابل ترمنځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوي او همدا راز به د قطر دولت له لوري په نږدې راتلونکي کې د کندهار په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو کارونه هم عملاً پيل شي. نوموړي وویل، قطر له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او همدارنګه به له افغانانو سره د مرستو په موخه په کابل کې د قطر خیریه بنسټ هم فعالیت پيل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS