د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا:
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَيٍّ
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر او مسؤلینو، د پوهنتونونو محترمو استادانو، داخلي او بهرنیو څېړونکو، د امارتي ادارو استازو، مجاهدینو، قدرمنو مېلمنو او ټولو حاضرینو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
ډېر خوښ یم چې نن ورځ د ننني عصر د یوې ډېرې جدي اړتیا له مخې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو، د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې له تاسې سره ګډون کوم.
محترمو حاضرینو؛
د اوبو اهمیت خپله د هغه خالق په قرآن کریم کې بیانوي ، چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري د نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت له حده ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.
قدرمنو حاضرینو؛
په دې لړ کې له خپل حق اوبو د استفادې او ښه مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت هم خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوش تیپې د کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د اوبو په اړه نننی دایر سوی څېړنیز او علمي کنفرانس چې د پوهنتونونو محترم استادان او څېړونکي به پکې خپلې څېړنیزې مقالې او تجربې شریکوي، د اوبو د مدیریت په برخه کې یو غوره اقدام او په دې برخه کې د نورو څېړنیزو هڅو لپاره یوه مهمه پیلامه ګڼم. زه هیله لرم چې دا کنفرانس اخري کنفرانس نه سي او په دې برخه کې د افغانستان ټول امارتي او خصوصي پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پوهنتونونو محترمو استادانو او څېړونکو؛
تاسې بهتر پوهېږئ چې د نړۍ ټول پرمختګونه د علمي څېړنو پایله ده او علمي څېړنې د هرې منطقي پرېکړې اساس تشکیلوي؛ خو په تأسف سره به ووایم چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د څېړنې فرهنګ لکه څه ډول چې باید وي پیاوړی نه دی، په دې برخه کې د اړتیا تر بریده خواري نه ده سوې، زما د معلوماتو له مخې زموږ ډېر فارغ سوي محصلان خپلې څېړنیزې رسالې خپله نه سي لیکلی. زه د یو ډېر مهم او بنسټیز وړاندیز په توګه له تاسې هیله کوم چې په پوهنتونونو کې د څېړنې فرهنګ په واقعي توګه پیاوړی کړئ، درسي مواد مو غني کړئ او هڅه وکړئ چې د ګران هېواد مشهودې او ملموسې ستونزې تشخیص کړئ او د څېړنو په پایله کې د امارتي ادارو مسؤلینو ته غوره حل لارې وړاندیز کړئ.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون له قدرمنو مسؤلینو څخه ډېره مننه کوم چې دغه مهم او اړین کنفرانس یې دایر کړی دی او له هغو استادانو او څېړونکو څخه هم زیاته مننه کوم چې دې مهم کنفرانس ته یې د کنفرانس د اصلي محورونو مطابق څېړنیزې مقالې لیکلې دي.
تاسې ټولو ته ښه کنفرانس غواړم او هیله لرم چې د عملي کېدو په موخه به د سویو څېړنو پایلې د اړوند امارتي ادارو سره شریکې سي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته