د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیست‌غونډې ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

د افغانستان اسلامي امارت محترمو مسوولینو، د ګاونډي هېواد ایران د سیستان او بلوچستان ښاغلی والي، د بهرنیو او کورنیو تولیدي شرکتونو محترمو نماینده ګانو، سوداګرو، پانګه والو، د رسنیو استازو او ټولو محترمو مېلمنو!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ویاړو چې یو ځل بیا په افغانستان کې د امام ابو حنیفه رح ملي او نړیوال نندارتون د درېیم ځل لپاره د هېواد د اقتصادي ودې او د داخلي او بهرنیو تولیدي محصولاتو د معرفي او بازار موندنې په موخه جوړېږي.

دا ډېره روښانه ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات او اړیکې د سوداګرۍ په یو ډېر مهم اصل یعنې نسبي او مطلق فوقیت ولاړې دي؛ ترڅو له منابعو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د نړۍ هېوادونه د مختلفو تولیدي محصولاتو، صنایعو او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې اړتیاوې په سمه توګه پوره کړي.

په سیمه‌ییز او نړیوال تجارت کې د نړۍ هر هېواد ځانګړی ځای او اهمیت لري، ځکه چې هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې بېل امکانات او وړتیاوې لري، چې دا چاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ اساسي اړتیا او لامل ګڼل کېږي.

د امام ابوحنیفه رح په ننني نړیوال نندارتون کې په (۷۰۰) غرفو کې د داخلي او خارجي شرکتونو مختلف تجارتي، صنعتي، زراعتي، خدماتي او نور محصولات نندارې ته وړاندې کېږي؛ په دې محصولاتو کې د افغانستان د ټولو ملي سکتورونو مشهور تولیدات او محصولات لکه قالینې، لاسي صنایع، تازه او وچې میوې، معادن، زعفران، ماشین الات، ساختماني او لوژستیکي وسایل، د داخلي شرکتونو تولیدي درمل، خوراکي توکي او ډېر نور شامل دي. همدارنګه د بهرنیو شرکتونو یو شمېر مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي دي؛ چې دا به د محصولاتو په خرڅلاو او ګډه بازارموندنه کې مهم فرصتونه رامنځته کړي.

په ننني سوداګریز نندارتون کې به د داخلي او بهرنیو محصولاتو د معرفي او پېژندنې له مخې له یوې خوا د هېواد داخلي صنایع تقویه شي او له بلې خوا به په نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو او بهرنیو شرکتونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

محترمو ګډونوالو!

 په دغه نندارتون کې وړاندې شوي داخلي تولیدات او محصولات د افغانستان د خلکو، پانګه والو او صنعتکارانو د زیار او هڅو پایله ده، زموږ هېواد د لاسي صنایعو، صنعتي تولیداتو، وچو او تازه میوو، کرنې او نورو برخو کې بې مثاله وړتیاوې لري؛ تولیدات او محصولات مو نه یوازې د کیفیت له اړخه نړیوال معیارونه پوره کوي، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه متفاوت او بې ساري دي.

نننی نندارتون د هېواد د تجارتي محصولاتو او تولیداتو په برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان توانايي او ظرفیت ورښيي. دا ډول نندارتونونه کولی شي، چې له هېوادونو سره د تجارتي اړیکو په پیاوړتیا مثبت اغېز وکړي او زموږ محصولاتو او صنایعو ته نړیوال بازارونه پیدا او پراخ کړي.

د ټولو داخلي او بهرنیو شرکتونو محترمو استازو، تجارانو او پانګه والو څخه د زړه له تله مننه کوم، چې موږ سره یې پدې نندرتون کې ګډون کړی او خپل باکیفیته تولیدات او محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي. ان شاء الله د دوی د محصولاتو لپاره به په افغانستان او نورو هېوادونو کې مناسب بازارونه او د خرڅلاو فرصتونه وموندل شي او متقابلې سوداګریزې اړیکې به پراخې شي.

د بهرنیو هېوادونو د شرکتونو محترمو نماینده ګانو، پانګه والو او تجارانو ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان اسلامي امارت د متقابلې اړتیا پر بنسټ د سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته پوره ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي.

تاسې عملاً وینئ چې افغانستان پوره امن او د هر ډول پانګونې لپاره مساعد دی. اسلامي امارت په ټوله معنا د پانګونې په ځانګړې توګه د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره کلک هوډ لري. بناً ټولو بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې زمینه مساعده ده او کولی شي په افغانستان کې د پانګونې له مثمرو او غوره فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي.

 

د هېواد داخلي شرکتونو، پانګه والو او محترمو تجارانو ته ډاډ ورکوو، چې د محصولاتو د خرڅلاو لپاره به یې نه یوازې په داخل او بهر کې بازار موندنه کوو، بلکې د دوی د تقویې لپاره به د داخلي صنایعو څخه د ملاتړ مناسب سیاستونه طرحه او پلي کوو او د پانګونې او تجارانو د تشویق لپاره به اړوند آسانتیاوې لا ډېرې کړو.

افغانستان بې مثاله کرنیز او صنعتي محصولات لري، خو په نړیوال مارکېټ کې د کما حقه خریدار نه درلودلو یو اساسي لامل یې په معیاري توګه د پروسس او بسته بندۍ نه شتون دی. له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غوښتنه کوم چې په افغانستان کې د پروسس او بسته بندۍ معیاري شرکتونه او سړې خونې جوړې کړي، تر څو په نړیوال معیار بسته بندي شوي افغاني توکي په پراخه کچه خریدار ومومي. اسلامي امارت اماده دی چې دغو پانګوالو ته لازم سهولتونه برابر کړي.

په پای کې ټولو هېوادوالو ته د امام ابو حنیفه رح د نړیوال درېیم نندارتون په لاره اچولو له امله مبارکي وایم او هیله لرم، چې د سوداګریزو توکو او محصولاتو د معرفي دا ډول نندارتونونه به د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د سوداګرۍ په برخه کې به نوی باب پرانیزې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نندارتون له مسوول او نورو دخیلو اړخونو څخه مننه کوم، چې د نندارتون چارې یې په سمه توګه تنظیم کړې دي.

له توجه څخه مو مننه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته