په کابل کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د کار پیل پرانیستغونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا
الحمد لله و کفی و سلام علی عباده الذين اصطفی، اما بعد!
فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم،
بسم الله الرحمن الرحيم
قال الله تعالى: و لقد زينا السماء الدنيا بمصابيح
د افغانستان د برښنا شرکت محترمو مسوولینو، د ۷۷ او زولرستان شرکتونو ښاغلو استازو او محترمو مېلمنو!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته !
د خوښی ځای دی، چې نن ورځ د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې يو بل ډېر مهم گام اخلو او د کابل سروبي ولسوالۍ کې د نغلو لمريزي برېښنا د تولید د یوې داسې مهمې پروژې پرانیسته کوو، چې نه يوازي د اقليمي بدلون پر وړاندې زموږ د هېواد مقاومت زیاتوي او د پاکې او پايښت لرونکې انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.
دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت د برښنا شرکت، د ۷۷ او زولرستان شرکتونو ترمنځ د عامه او خصوصي مشارکت د قرارداد له مخې پيليږي، چې ۲۲.۷۵ مېګاواټه توليدي ظرفيت لري.
دا چې افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متكي دى او زموږ د ملي بودجې زيات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهر واردېدونکې برېښنا له يوې خوا د هېواد لپاره قېمتي تماميږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه گڼل کېږي. له همدې امله د هېواد په داخل کې د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي، چې په تدريجي توگه د بهرنيو هېوادونو پر برېښنا زموږ اتکا راکمه کړي او د داخلي منابعو څخه په غوره گټه اخیستنې سره د خپلې برېښنا څښتنان شو.
یوه ډېره مهمه خبره چې باید دلته ورته اشاره وکړم، دا ده چې افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخيستې؛ له بله اړخه افغانستان د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د اقليمي تاثيراتو څخه متضرر شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره ډېری د پاکې انرژۍ د تولید هغه پاتې پروژي چي په تېر نظام کې پيل شوې وې متوقفي شوې دي.
زه له دې ځايه په ملگرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو گډ مسوولیت له مخې غږ کوم چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او په هېواد کې متوقفې شوې پروژې له سره پیل کړي؛ ځکه افغانستان له يوې خوا له نړيوال اقلیم متضرر دی او له بلې خوا د نړیوال اقلیم به تخریب کی په هېڅ ډول سهیم نه دی. د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسوولیت گډې همکارۍ ته اړتيا لري.
له همدې ځايه ټولو کورنیو او بهرنیو پانگوالو ته دعوت او ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت مو په هر مورد په ځانگړي ډول د برېښنا به تولید کې هر ډول سرمایه گذارۍ او هڅو ته هرکلی وايي او د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې مرسته درسره کوي. د پانګونې بين الوزارتي کمېټه چې د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او د ټولو ذیدخلو وزارتونو استازي غړيتوب پهكي لري. د پانگونی چټگ ادرس دی چې له پانگوالو سره د پروسو په ترسره کولو کې لازمه او مؤثره مرسته کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت، ۷۷ او زولرستان شرکتونو له محترمو مسوولینو او نورو دخیلو اړخونو څخه زیاته مننه کوم، چې د دغې مهمې پروژې د پيل لپاره یې د عامه او خصوصي مشاركت قرارداد لومړني مراحل په بریالیتوب ترسره کړل. هيله لرم چې د پروژې عملي چارې به د ټولو منل شویو معیارونو سره سمې پرمخ ولاړې شي. په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دغه مهمې پروژې د پیل له امله ډېره مباركي وايم
و السلام عليكم ورحمة الله وبركاته