محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۶
1234

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ایراني پانګوالو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال ایراني پانګوالو په افغانستان کې د اوسپنې کانونو استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي فابریکو رامنځته کولو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو په برخه کې  پانګونې ته لېوالتیا وښوده.  همدارنګه ایراني پانګوالو زیاته کړه، چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره، خپلې تجربې شریکې او د ظرفیت لوړولو په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.  ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او دوی ته یې په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اړوند وزارتونه او ادارې به په خپلو برخو کې له دوی سره بشپړه همکاري او له نېږدې کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS