محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه د شنبې په ورځ، بغلان ولایت ته د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره د مرستو، خواخوږۍ او د مرسته رسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه سفر وکړ.

د بغلان ولایت له مسوولینو سره لیدنه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه مازیګر مهال له  کابل څخه حرکت وکړ او د شپې ناوخته بغلان ولایت ته ورسېد.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم د دغه ولایت مقام ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له مسوولینو سره وکتل. محترم ملا صاحب د لومړنیو ارقامو له ترلاسه کولو وروسته د شپې ناوخته اړوندو مسوولینو ته هدایت وکړ، څو د بند پاتې، ټپيان شوو او نادرکه هېوادوالو د ژغورلو لپاره خپل ټیمونه او امکانات زیانمنو سیمو ته زیات کړي او بند پاتې هېوادوال وژغوري.

د بغلان د ولایتي ادارو له رئیسانو سره لیدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه یکشنبې ورځې تر غرمې مخکې د بغلان ولایت په مقام کې د ټولو ولایتي ادارو له رییسانو سره وکتل.  د محترم ملا صاحب له هدایت سره سم د دقیقو ارقامو او اوښتو زیانونو د کچې معلومولو په موخه د هرې ولسوالۍ لپاره جلا جلا کمېټې جوړې شوې او دنده ورته وسپارل شوه چې سیلاب‌ځپلو سیمو ته لاړ شي او په دقیق ډول معلومه کړه چې څومره تلفات رسېدلي دي.

د سېلاب‌ځپلو سیمو له اوسېدونکو سره لیدنه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه یکشنبې ورځې غرمه مهال د ولایت له مقام څخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د مرکزي بغلان، برکې او نهرین ولسوالیو له لسګونو اوسېدونکو سره د یوې غونډې پر مهال وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دوی ته اطمینان ورکړ چې اسلامي امارت په خپل ټول توان د دوی مرسته کوي او په ډېر شفاف ډول به هر زیانمن شوي هېوادوال ته مرستې ورسېږي.

له نږدې د سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه دوشنبې ورځې له غرمې وروسته سېلاب‌ځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې اوښتي زیانونه له نږدې وکتل. د اوښتو تلفاتو او زیانونو لوړې کچې ته په کتو سره مرسته رسوونکو ټیمونو ته هدایت وشو، چې تر نورو سیمو مخکې د مرکزي بغلان  او برکې ولسوالیو ته مرستې ورسوي.

د بغلان ولایت د علماوو شورا له غړو سره لیدنه

محترم ملا صاحب بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه دوشنبې ماښام مهال د بغلان ولایت علماوو شورا له غړو سره وکتل. محترم ملا صاحب د علماوو شورا غړو ته سپارښتنه وکړه چې په دغه سخت وضعیت کې زیانمنو شوو هېوادوالو ته ډاډ ورکړي، مورال یې لوړ کړي چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی او په هر حالت کې یې خدمت کوي.

د پلخمري ښار اړوند له کرکر سیمې څخه لیدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د پلخمري ښار اړوند کرکر سیلاب‌ځپلې سیمې ته  سفر وکړ او هلته یې سیلاب‌ځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې سیمې ته د لسګونه ټنه خوراکي توکو، درملو، البسې او خیمو پر استولو سربېره، نقدي او خوراکي مرستې  هم انتقال کړې.

د قطر هېواد د بشري مرستو له مسوول سره لیدنه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۶مه نېټه د قطر هېواد د بشري مرستو له  مسوول مشعل الهاجري سره د بغلان ولايت په برکه ولسوالۍ کې وکتل. محترم ملا صاحب د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له بشري مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې او پياوړې کوي. د بشري مرستو لپاره د قطر هېواد مسوول د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ويل، چې دوى د ښه نيت له مخې خپلې مرستې افغانستان ته را استولې، چې تر يوه حده به د اړمنو افغانانو ستونزې پرې حل شي.

د برکې ولسوالۍ له علماوو سره لیدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د یادې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دبرکې ولسوالۍ علماوو په وخت سره د پېښو سیمو ته د ژغورونکو ټیمونو او بیړنیو مرستو د لېږلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او په ځینو برخو کې یې موجودې ستونزې او غوښتنې له محترم ملا صاحب سره شریک کړې، چې هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره لیدنه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو سره وکتل. محترم ملا صاحب د یادو ولسوالیو له اوسېدونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، د سروې ټیمونو د تخریب شوو کورونو، کرنیزو ځمکو، اوبو کانالونو، کاریزونو او همدا راز تلف شوو څارویو سروې پيل کړې، چې له بشپړېدو وروسته به په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري له زیانمنو کورنیو سره هراړخیزې مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له استازو سره لیدنه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور مياشتې په ۲۸مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره وکتل. محترم ملا صاحب د اوښتو زيانونو کچه زياته وبلله او د دغو ادارو له استازو څخه يې وغوښتل، څو له اسلامي امارت سره په همغږۍ د بغلان له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې خپلې مرستې زياتې او چټکې کړي، چې د یادو ادارو استازو په دغو برخو کې د همکارۍ او مرستو ډاډ ورکړ.

کابل ته راستنېدنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د وروستیو سیلابونو له امله له زیامن شوو هېوادوالو سره د مرستو او خواخوږۍ په موخه له اووه ورځني سفر وروسته د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه د شنبې سهار مهال بېرته کابل ته راستون شو.