محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۱۱:۴۴
WhatsApp Image 2024-05-18 at 10.28.03_11ecf5b9

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د یادې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د برکې ولسوالۍ علماوو په وخت سره د پېښو سیمو ته د ژغورونکو ټیمونو او بیړنیو مرستو د لېږلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او په ځینو برخو کې یې موجودې ستونزې او غوښتنې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریک کړې، چې محترم ملا صاحب یې د حل ډاډ ورکړ.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په ټولو زیانمن شوو سیمو کې د مرستو د وېش لړۍ لا هم جریان لري، چې تر دې مهاله زرګونو هېوادوالو ته پر نقدي مرستو سربېره د خوراکي توکو، درملو او البسې مرستې رسېدلې دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري به د مرستو د وېش لړۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS