د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولایت چهار صدې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۷ - ۷:۳۴
Final 2

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه د چهار صدې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې سېلاب‌ځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې وکتل.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې ولسوالۍ ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د چهار صدې ولسوالۍ اوسېدونکو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاس نیوی کوي، چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.» همدارنګه محترم حاجي ملا صاحب د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شوې کمېټې کړنې له نېږدې وکتلې او دوی ته یې د کارونو ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د غونډې په پای کې د چهار صدې ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه وکړه، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل. همداراز د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS