د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړېږي

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۵:۱
5U2A0997

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، ټول هېوادونه اړ دي چې د خپلو نسبي اړتیاوو د تأمین په موخه د صادراتو او وارداتو پر اساس له یو بل سره تجارتي اړیکې وپالي او هغه هېوادونه چې د صادراتو اندازه یې زیاته وي، کورنی تولید یې پرمختګ کوي او د اقتصادي ودې جریان یې ګړندی کېږي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د صادرات محوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان د صادراتو کچه به لوړیږي او ټول مازاد تولیدات به په مناسبه تجارتي توګه نورو هېوادونو ته صادریږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په همدې موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس له نړیوالو معیارونو سره سم د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي، چې د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صادراتو پروسې ته په اشارې سره وویل، اوسمهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات ترسره کېږي، چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې د صادراتي پروسې د تسهیل او تسریع لپاره دفترونه جوړ کړي، چې د څو ورځو کار په ډېر کم وخت کې ترسره کوي. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د افغانستان صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ هېوادونو کې د بالقوه او بدیلو بازارونو د موندلو هڅې پيل کړې دي او له هغوی د ترجیحي تعرفې غوښتنه شوې چې په دغه برخه کې پرمختګونه هم ترسره شوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو صادرونکو سوداګرو څخه وغوښتل چې د هېواد د حیثیت په نظر کی نیولو سره پر نړیوالو معیارونو برابر صادرات وکړي او متوجې و اوسي، چې په دغه حساسه پروسه کې د هېواد رقیبان زموږ د صادراتو د تضعیف هڅه ونه کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، ملي سوداګر باید د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د خامو موادو د صادراتو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي؛ ځکه په خبره یې، په کور دننه د خامو موادو په پروسس سره نویو کارخونو ته د فعالیت زمینه برابرېږي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صادراتو ملي ورځې نمانځغونډې ته وویل، اسلامي امارت نړۍ ته د شفافو، باکیفیته او ډاډمنو صادراتو په موخه د هېواد د ټولو بندرونو د معیاري کولو په اړه له نړیوالو معتبرو شرکتونو سره په خبرو بوخت دی، چې دا چاره به د هېواد د صادراتو پر کیفیت او کمیت د پام وړ مثبت اغېز ولري.  نړۍ ته د شفافو او ډاډمنو صادراتو د ترسره کولو په موخه محترم ملا صاحب له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې په صادراتو کې د قاچاق مخنیوی وکړي او داسې کسانو ته جدي سزا ورکړي او پرې نږدي چې د اسلامي امارت او سوداګرو هڅو ته زیان ورسوي. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ملي سوداګرو وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره سړې خونې جوړې کړي، څو د تولیدي توکو او کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS