د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۲
WhatsApp Image 2024-07-13 at 15.59.31_eb6be0b3

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې په ترتیب سره ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز یوشمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تر هراړخیز بحث وروسته د ننګرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.  په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري نقاش او مسلخونو د جوړولو پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره د تخنیکي مسایلو په اړه ناستې ترسره او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بین‌‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS