محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۷:۶
WhatsApp Image 2024-04-29 at 14.09.46_2059c4c1

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار صاحب، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست صاحب، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع صاحب د غور او هرات ملکي او نظامي مسوولینو هم حضور درلود.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرله‌پسې مجلسونه دوام لري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دي نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه‌ییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.  په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS