محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان کې له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۷
2024-05-12 at 15.12.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ټیمونو او مرستندویه ادارو له استازو سره د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه د بغلان ولایت په مقام کې وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان ولایت کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو  عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمه‌ییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.  محترم ملا صاحب تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمه ییزو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو، د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین په موخه جوړو شوو کمېټو پر فعالیت پیل کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

BACK TO NEWS