محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۲
WhatsApp Image 2024-05-18 at 10.31.28_562707bf

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو سره په برکه ولسوالي کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال الحاج ملا نور الدين ترابي او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د شهیدانو دقیق ارقام د سروې ټیمونو له لوري راټول او د هر شهید کورنۍ ته نقدي، خوراکي توکي او البسه توزیع او همدا راز د ټپیانو درملنه شوې ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د سروې ټیمونو د تخریب شوو کورونو، کرنیزو ځمکو، اوبو کانالونو، کاریزونو او همدا راز تلف شوو څارویو سروې پيل کړې، چې له بشپړېدو وروسته به په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري له زیانمنو کورنیو سره هراړخیزې مرستې وشي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې پر بغلان سربېره په نورو ولایتونو کې هم سېلاب‌ځپلو ته نقدي او د خوراکي توکو مرستې لېږل شوې دي. د غونډې په پای کې د برکې او نهرین ولسوالیو سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه وکړه، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل. همداراز د یادو ولسوالیو اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۲
Background image

د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې په ترتیب سره ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۵:۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

BACK TO NEWS