محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۱۰
WhatsApp Image 2024-05-18 at 10.38.49_4a5d3010

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور مياشتې په ۲۸مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره وکتل. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کچه زياته وبلله او د دغو ادارو له استازو څخه يې وغوښتل، څو له اسلامي امارت سره په همغږۍ د بغلان له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې خپلې مرستې زياتې او چټکې کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، د وروستيو سېلابونو له امله د بغلان ولايت په ځينو ولسواليو کې د خلکو پر هستوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک تخريب شوي، چې اساسي بيارغونې او پاک کارۍ ته اړتيا لري. په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د بغلان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ته يې پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړ. دوى پر وخت د پېښو سيمو ته د اسلامي امارت د ژغورونکو ټيمونو له رسېدو ستاينه وکړه، چې په سيلاب کې بند پاتې کسان يې وژغورل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په دغه سخت وضعيت کې دې د سېلاب ځپلو افغانانو لاس نیوی وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اقتصادي کمېسیون له لوري په هرات ولایت کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم په هرات ولایت کې د خصوصي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۲۶
Background image

۱۴۰۴ کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۴۵
Background image

د ۲۰.۷ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او انتقال پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت. . .

BACK TO NEWS