د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۸:۱۱
WhatsApp Image 2024-06-13 at 18.13.11_114da02c

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د نورو مرستو ترسره کېدو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو خدمت وکړي.  په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS