د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ ناسته کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شول

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۴
WhatsApp Image 2024-08-20 at 14.26.28_0f89fa53

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم، د دغه شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لومړني او ابتدايي ګامونه اخلي، چې اړتیا ده د سیمه‌ييزې او نړیوالې سیالۍ لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، سټنډرډونه د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار تضمینوونکي دي څو په ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړي او په نړیواله کچه ومنل شي. د محترم ملا صاحب په خبره، هر سټنډرډ چې موږ یې په افغانستان کې تصویب او پلی کوو، په حقیقت کې د هېواد د اقتصادي ودې او دوامداره پراختیا سره اساسي مرسته کوي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سټنډرډ عالي شورا اساسي فعالیت ته په اشارې سره وویل، د دغه شورا اساسي دنده یوازې د سټنډرډونو معرفي کول نه دي، بلکې اساسي مسوولیت دا دی چې د سټنډرډونو له مؤثر تطبیق څخه ډاډ حاصل کړي، څو د هېواد د ملي ودې او پراختیا په برخه کې اساسي عملي ګامونه پورته کړو. هغه زیاته کړه، دغه شورا به د یو ملي او بنسټیز مسوولیت له مخې د موجوده او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره هڅه کوي چې د سټندرډونو په تطبیق کې عدالت، شفافیت او د دوامدارې پراختیا اصل تأمین کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، د سټنډرډونو مؤثر تطبیق به په تولیداتو کې د همغږۍ، د سوداګرۍ پراختیا، د اضافي لګښتونو مخنیوی او د وخت سپما وشي. د دې ترڅنګ به د پرمختللو هېوادونو څخه افغانستان ته د نوې ټکنالوژۍ د لېږد سبب وګرځي. هغه پر ټولو ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو غږ وکړ چې د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټندرډونو په نظر کې نیولو سره باکیفیته تولیدات او محصولات هېوادوالو ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سټنډرډ عالي شورا له ټولو غړو وغوښتل چې دغه لوی ملي مسوولیت په پوره ژمنتیا، مسلکیتوب او اخلاص ترسره کړي او د شورا په راتلونکو غونډو کې له واضحو لاسته راوړنو سره ګډون وکړي. دې غونډې ته د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې له لوري ۲۴ نوي سټنډرډونه د بحث لپاره وړاندې شول. د دغو سټنډرډونو له جملې ۱۴ د مشخصاتو او ۱۰ د ازمویښت لارو چارو اړوند دي چې تر هراړخیز بحث وروسته تصویب او ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وشوه، څو یاد سټنډرډنه په ښه ډول تطبیق، د سټنډرډ ملي اداره یې وخت پر وخت څارنه ترسره او خپل راپور د سټنډرډ عالي شورا مشرتابه سره شریک کړي. دغه سټنډرډونه د خوراکي، ساختماني، نفتي، کیمیاوي او پلاستیکي توکو او همدا راز نساجي اړوند دي. پر دې سربېره د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټو له لوري د ۳ سټنډرډونو په اړه بیاځلې کتنه هم ترسره شوې ده.  د یادونې وړ ده چې د سټنډرډ عالي شورا د ریاست ‌الوزرا عالي مقام د (۲۰۸۳)ګڼې حکم پر اساس د روغتیا او مصؤنیت د ساتنې، د کیفیت د تأمین، له مستهلک څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د اسانتیا، د واحدو قواعدو او معیارونو رامنځته کولو او د هغوی د تطبیق او چاپېریال ساتنې په موخه جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS