د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۷:۱۹
DJI_20240425112429_0089_D.00_09_34_12.Still003

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنعت د پرمختګ په برخه کې د دغه فورم جوړېدل مهم وبلل، چې په خبره یې، څه وخت مخکې په قزاقستان کې هم ورته فورم جوړ شو، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول. د محترم ملا صاحب په خبره، په دغه فورم کې هم د افغانستان او قزاقستان تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي، چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو صنعت‌کاران او سوداګر وکولای شي په مختلفو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي او یو د بل له تجربو ګټه واخلي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د پانګونې رامنځته شوو فرصتونو ته په اشارې سره وویل، چې کورني، بهرني او په ځانګړي ډول قزاقي پانګوال کولای شي دلته په مختلفو سکټورونو کې پانګونه وکړي، چې اسلامي امارت ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ له راغلي پلاوي سره یې د اوسپنې پټلۍ پر هغه پروژه هم بحث کړی، چې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته غځول کېږي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت ته دغه پروژه اهمیت لري او د تطبیق په برخه کې یې له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې په دغه فورم کې نندارې ته د وړاندې شوو افغاني توکو تر څنګ قزاقي توکي هم واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS