په ملي اقتصاد کې د ګرځندوی صنعت ارزښت ته کتنه

۹۷۶۹۸۷

 

په ملي اقتصاد کې د ګرځندوی صنعت ارزښت ته کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د ګرځندوی(توریزم) صنعت په نړیواله ډلبندۍ کې له تېلو او موټر جوړولو صنعت څخه وروسته تر ټولو ډېر عاید لرونکی صنعت بلل شوی دی. په ۲۱مه پېړۍ کې د پرمختګ اصلي برخه او د نړۍ د اقتصاد بنسټ تر ډېره بریده پر همدې صنعت ولاړ دی. ورځ تر بلې د دې صنعت اهمیت مخ په زیاتېدو دی، خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې اقتصادي حالت یې چندان ښه نه دی، په ځلونو دا صنعت د اهمیت وړ دی. دغه راز ګرځندوی صنعت د بېلا بېلو ملتونو له فرهنګونو سره د بلدتیا لامل هم ګرځي. افغانستان چې د طبیعي مناظرو، لرغونو او تاریخي ځایونو څخه برخمن دی، نو د دې صنعت وده او پرمختګ یوه مهمه اړتیا ده. خو په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت له پاره چې څه کول په کار و، هغه نه دي ترسره شوي او دا د تېرو دولتونو د نه پاملرنې او دې صنعت ته د ارزښت نه ورکولو ښکارندويي کوي. د ګرځندویانو له پاره چې کوم لرغوني او تاریخي ځایونه د جګړو او اشغال پرمهال زیانمن شوي وو، هغه نه دي رغول شوي، د ګرځندویانو د جذب له پاره رسنیز تبلیغات نه دي شوي، د ګرځندوی مسلکي لارښود نشته او ګرځندویانو ته د وېزې په ورکړه کې ستونزې موجودې وې. که چېرې دا صنعت غوړیدلی وای نو اوس به افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له دې صنعت په کلني ډول په میلیاردونو افغانۍ ترلاسه کولې. د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د ملي اقتصاد بنسټ همدا د ګرځندوی صنعت جوړوي او په کلني ډول په میلیاردونو ډالر له همدې درکه ترلاسه کوي. ډېر لرې به نه ځو د ترکیې هېواد به د بېلګې په ډول یاد کړو. دغه هېواد په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یوازې د ګرځندوی صنعت څخه ۳۰ میلیارده ډالر عواید ترلاسه کړي دي چې دا یو لوړ رقم دی. نو په کار ده چې دغه صنعت ته وده ورکړل شي او د ګرځندویانو ستونزو ته رسیدګي وشي او سیاحتي سیمې او لرغوني او تاریخي ځایونه ورغول شي. اسلامي امارت د ګرځندوی صنعت اهمیت ته په پاملرنې سره اوس ددې صنعت د ودې له پاره خپلې هلې ځلې پیل کړې دي. د لرغونو او تاریخي ځایونو د رغولو ترڅنګ یې د ګرځندویانو له پاره تر ټولو مهم فکټور چې امنیت دی، په بشپړ ډول خوندي کړی. د وېزو په ورکړه کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. په دې لیکنه کې به په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت، په ملي اقتصادي کې د دې صنعت ارزښت او د اسلامي امارت هلو ځلو ته کتنه وکړو.

په افغانستان کې د ګرځندوی(توریزم) صنعت

کوم دلایل چې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت له پاره وړاندې کېږي هغه د دې صنعت له پاره د وړ چاپېریال شتون، په زړه پورې تاریخي او لرغونې سیمې، د کال څلور فصلونه او طبیعي منظرې دي چې کولای شي د نړۍ یو زیات شمېر سیلانیان را جذب کړي. یو وخت په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت ښه وده کړې وه، خو پر افغانستان د نیواکګرو له لوري یرغل او بیا په هېواد کې پرله پسې جګړو دا صنعت زیانمن او ټکنی کړ. په افغانستان کې د ګرځندوی(توریزم) اداره چي په ۱۳۳۳ لمریز کال د ګرځندوی په نوم پرانیستل شوه، په همدې کال کې افغانستان ته ۲۰۰ سیلانیان راغلل. د وخت په تېرېدو سره د سیلانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغی او په ۱۳۴۰لمریز کال کې دا شمېر    ۲۳۴۱۳تنو ته ورسېد. په ۱۳۴۷ لمريز کال دا شمير ٦٣٠٨٩  تنو ته لوړ شو. د سېلانيانو دا شمېر له ١٣٥٢ لمريز کال وروسته په پر له پسې ډول زيات شو او په هر کال کې تر سلو زرو تنو زيات سېلانيان هېواد ته را تلل او د هېواد له بېلا بېلو لرغونو او طبیعي سیمو څخه یې لیدنه کړه. په ۱۳۵۵ لمريز کال د سیلانيانو شمير ١٥٠٠٠٠ تنو څخه زيات شو. خو په افغانستان کې جګړو او ناامنیو د نورو برخو ترڅنګ د ګرځندوی صنعت مخه هم ډب کړه.

پر دې سربیره په افغانستان کې د کال څلور فصلونه چې د نړی په نورو هېوادونو کې تقریبا استثنا دي؛ د ژمني توریزم له پاره تودې سیمي او د اوړي له پاره سړې سیمې د نړۍ د سیلانیانو لپاره په زړه پورې دي. د افغانستان لوبی، خوراک، لباس، لاسي صنایع او تاریخي ځایونه د ګرځندویانو د پام وړ دي او دا هره جاذبه د نړۍ د سېلانيانو لپاره په زړه پورې ده، لېوال سیلانیان یې د لیدو له پاره خامخا تر دې هیواده راځي. د افغانستان په بېلا بېلو جغرافیایي حوزو کې د ګرځندوی صنعت د ودې او پراختیا له پاره زمینه برابرېدای شي، خو پاملرنې ته اړتیا لري، څو دغه صنعت وده او پرمختګ وکړي. که چېرې په یادو حوزو کې د توریزم امکانات په ډاګه او ډلبندي شي، نو ددې امکان به رامنځته شي چې دغه صنعت وده وکړي. د بېلګې په ډول په بلخ ولایت کې زیارتي او تاریخي توریزم ته زیاته پاملرنه په کار ده. په بامیان او بدخشان ولایتونو کې سپورتي او تفریحي توریزم ته مناسب چاپېریال شته، کندهار بیا د هغو ګرځندویانو او سیلانیانو له پاره مناسب دی چې غواړي د افغانستان پر لرغوني او معاصر تاریخ پوه شي او داسې نور. په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت بېرته را ژوندي کول او دې صنعت ته وده ورکول د مسوولینو کلکې پاملرنې ته اړتیا لري، څو له یوه لوري ددغه صنعت پرمختګ ته لاره هواره شي او له بل لوري یې ترلاسه شوي عواید د ملي اقتصاد وده چټکه کړي. اوس به پر دې خبرې وکړو چې د ګرځندوی صنعت په اقتصاد کې څومره ارزښت لري. 

ملي اقتصاد کې د ګرځندوی صنعت ارزښت

د هر هېواد د اقتصاد پوهانو او سیاست پوهانو یوازینۍ اندیښنه داده چې څرنګه کولای شي د هېواد ناخالص ملي عواید او د هر سړي عواید لوړ کړي. د دې له پاره بېلا بېلې کړنلارې او ستراتیژۍ وړاندې کوي؛ څو یې له مخې پر دې وتوانیږي چې د خپل هېواد اقتصادي وده ګړندۍ او په پای کې پر اقتصادي پراختیا بریالي شي. دغه اقتصاد پوهان او سیاست پوهان د اقتصادي ودې له پاره د ګرځندویانو جلبول مهم بولي، ځکه نن ورځ توریزم په نړۍ کې یو مطرح صنعت دی او کولای شي د هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ ژوره اغېزه وکړي.

په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د خپلو ځانګړنو او طبیعي مناظر له مخې یې د ګرځندویانو پام ځان ته اړولی دی او له دې لارې زیات عواید ترلاسه کوي. ددې هېوادونو له جملې څخه کولای شو د ځینو نومونه یې د بېلګې په ډول یاد کړو. یونان، مصر، هند، ترکیه او چین هغه هېوادونه دي چې د ګرځندوی صنعت له لارې په کلني ډول په سلګونو میلیونه ډالر ترلاسه کوي. افغانستان هم له جګړو او اشغال وړاندې د زیاتو لرغونو او تاریخي اثارو، سیمو او طبیعي مناظرو په درلودلو سره د ګرځندوی صنعت له لارې په مېلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه کول، نو که چېرې اوس هم دا صنعت وده وکړي، د عوایدو ترڅنګ به نړۍ‌والو ته د افغانستان او افغانانو ریښتنی انځور هم وړاندې شي. د هېوادونو له لوري د ګرځندویانو جلبولو یو اهمیت په دې کې نغښتی چې له دې سره په عوایدو کې زیاتوالی راځي. ځکه کله چې ګرځندویان یوه هېواد ته ورځي، هغوی باید هلته ځینې لګښتونه ولري، لکه د خوړو، استوګنځي، هوټل، ترانسپورټ او له کوربه هېواد څخه د ډالیو او نورو توکو پېرلو له امله د پیسو ورکول دي. دا ټول هغه عواید دي چې د کوربه هېواد د اقتصادي ودې لامل ګرځي. د ګرځندوی صنعت د عوایدو په کچه کې د زیاتوالي ترڅنګ د هېواد وګړو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم رغنده رول لري. داسې اټکلونه شوي دي چې کوربه هېواد ته له هرو لسو ګرځندویانو سره یو کاري فرصت رامنځته کېږي. نو له دې امله د ګرځندوی صنعت د افغانستان په څېر هېوادونو له پاره چې ځوانه بشري او کاري قوه زیاته لري، ډېر مهم دی. افغانستان کولای شي د خپلو طبیعي مناظرو په خاطر یو زیات شمېر تفریحي ګرځندویان راجلب کړي. افغانستان چې په غرونو پوښل شوی، ډېری طبیعي مناظر یې په همدې غرونو کې موجود دي. د پامیر، هندوکش، بابا، فیروز کوه او سیاه کوه او داسې نور غرونه زړه راښکونکې طبیعي منظرې لري. په ځینو ځایونو کې بیا سیندونو ددې طبیعي مناظرو ښکلا یو په دوه کړې ده. دغه ډول غرونه کولای شي غر ختونکي او تفریحي ګرځندویان هېواد ته راجلب کړي. په بامیانو کې بند امیر هغه طبیعي سیمه ده چې په نړۍ کې یې ساری ډېر کم لیدل کېږي. دغه راز  په افغانستان کې ډېر لرغوني او تاریخي ځایونه هم شته چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې موقعیت او ټولې ځانګړی جذابیت لري او کولای شي په کلني ډول د کورنیو ګرځندویانو ترڅنګ د نړۍ یو زیات شمېر ګرځندویان افغانستان ته راولي. په بامیانو کې د ضحاک ښار، غلغله ښار، چهل ستون او بربر کلا، د هرات جامع جومات، د هرات تاریخي کلا، په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري مقبره او منارونه، د غزني بالاحصار، د سلطان محمود قبر او د سنايي مقبره، په کندهار کې خرقه مبارکه او بابا باغ او په مزار کې د شادیانو تنګی او د سخي زیارت هغه تاریخي ځایونه دي چې کولای شي پر مذهبي ګرځندویانو سربیره تفریحي ګرځندویان هم راجلب کړي. هر څومره چې په زیات شمېر ګرځندویان راجلب شي، په هماغه اندازه د ملي عواید کچه لوړېږي. په اصل کې د ګرځندوی صنعت د فرهنګي میراثونو، لرغونو او تاریخي اثارو درلودونکو هېوادونو ته په زیاته اندازه عواید ور په برخه کړي دي. نن ورځ په نړۍ‌وال اقتصاد کې ګرځندوی صنعت ونډه زیاته ده او د نړۍ د سوداګریزو خدماتو درېیمه برخه همدې صنعت ځان ته ځانګړې شوې ده. په ۱۹۵۰ میلادي کال کې په نړۍ کې یوازې ۲۵ مېلیونه ګرځندویان موجود وو، خو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې دا شمېر ۸۲۵ مېلیونو او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یو میلیارد او ۳۲۳ میلیونو ته ورسېد. داسې وړاندوینې شته چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به نړۍ ۸. ۱ میلیارد ګرځندویان ولري چې دا په نړۍ‌‌واله کچه د ګرځندوی صنعت د پرمختګ انځور وړاندې کوي. د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې د بهرنیو اسعارو د جلب له پنځو سرچینو څخه یوه د ګرځندوی صنعت دی او ۸۰ هېوادونو بیا د عوایدو زیاته برخه همدې صنعت ځان ته ځانګړې کړې ده. د ګرځندوی صنعت اهمیت او په اقتصادي وده کې رول ته په کتو اسلامي امارت ددې صنعت د غوړېدو له پاره خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

اسلامي امارت او د ګرځندوی صنعت په برخه کې پرمختګونه

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د ګرځندوی صنعت له دې امله څه نا څه غوړېدلی دی چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او دا یو مهم فکتور دی. دویمه خبره داده چې اوسمهال په افغانستان کې د ګرځندویانو له پاره ټولې اسانتیاوې برابر شوې دي. د ویزې په ورکولو کې ستونزه نشته او د ګرځندویانو د تګ را تګ پرمهال په هر سیمه کې دوی ته د امارتي ادارو په تیره بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معینیت له لوري ټولې اسانتیاوې برابرېږي. همدا لامل دی چې دا صنعت په ټپه درېدلي حالت څخه راوتلی دی او د پرمختګ په لور ګامونه پورته کوي. په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۹۰۰۰ ګرځندویانو ته چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې یې له لرغونو، تاریخي، مذهبي او تفریحي ځایونو لیدنه کړې ده، خدمات وړاندې شوي دي. دغه راز ۳۰۰۰ سیاحتي شرکتونه ثبت شوي چې سیلانیانو ته د ویزې د ورکړې او د سیاحت په پروسه کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. سيلانيانو ته د معياري خدماتو وړاندې کولو په موخه د پکتيا په ځاځي اريوب، کاپيسا، نورستان او غور ولايتونو کې د هوټلونو د جوړولو چارې روانې دي، همداراز په نږدې راتلونکي کې به د ګرځندوی صنعت ته هم الکترونيکي بڼه ورکړل شي. په همدې ډول د لرغونو سیمو د پیژندنې، سروې، موزیمونو د تشخیص په موخه د اثارو استول، په ملي موزیم کې د تاریخي اثارو ثبت، د تاریخي ابدو بیارغونه هغه ګامونه دي  چې د اسلامي امارت له لوري پورته شوي دي. تر دې مهاله د قوش تېپې کانال په مسير کې د لرغون پېژندونکو له لوري ۵۷ لرغونې ساحې کشف شوې دي، له سروې نه وروسته د ۴۰۰ لرغونو منطقو (جي آی اس) نقشې ترتیب شوې دي، ملي موزيم ته ۹۹۳ قلمه تاريخي آثار د تشخیص په موخه استول شوي دي، ملي موزيم د بېلابېلو دورو ۲۴۱۰ قلمه تاريخي آثار ثبت کړي، هوايي ډګر او ګمرکاتو کې د ۴۱۶  قلمه تاريخي آثارو د قاچاق مخنيوی شوی دی، د ۱۳ تاريخي آبدو د بیارغونې کارونه عملاً جريان لري، د ملي ارشيف د ۱۹۶ ټوکه سندونه بیا ځلې رغول شوي دي. په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سيمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي، چې په روان کال کې به يې علمي سروی ګانې ترسره شي، په لرغونو سیمو کې د ۳زره ۴۸۴  اثارو ثبت ترسره شوی، همدارنګه هغه ګنګوسې هم حقيقت نه لري، چې ګواکې د جام تاريخي منار د نړېدو له ګواښ سره مخ دی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هلته پلاوی استولی او دا په ډاګه شوې چې ياد منار ته د نړېدو جدي ګواښ نشته او په دې وروستيو کې د ياد منار د سنجوونې په موخه هلته د يو ميليون ډالرو په ارزښت دستګاه هم نصب شوې ده. دا هغه څه دي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ګرځندوی صنعت لا وغوړېږي، یو زیات شمېر بهرني ګرځندویان به را جلب، له دې درکه به په میلیونونو افغانۍ د حکومت خزانې ته جمع او په زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

پایله

د هرات، غزني، کندهار، بامیانو، بلخ، نورستان،کونړ په ګډون د افغانستان ځینې نور ولایتونه  تاریخي او لرغوني آثار لري، همدارنګه ډېرې طبیعي اوښکلې منظرې شته چې د سیلانیانو لپاره په زړه پورې او د ليدنې وړ دي. نو په کار داده چې داسې فضا رامنځته شي، څو له دې لرغونو سیمو او طبیعي منظرو څخه سیلانیان لیدنه وکړي. اسلامي امارت د ګرځندوی صنعت اقتصادي ارزښت ته په کتو په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي چې پورته یې یادونه وشوه. خو پر دې بسنه نه ده په کار باید دې صنعت ته پراختیا ورکړل شي او پر وړاندې یې پراته خنډونه په بشپړ ډول له منځه یوړول شي او په دې برخه کې په بشپړ ډول اسانتیاوې برابرې شي. مطلب په هغو ولایتونو کې چې ګرځندویانو ورځي عصري هوټلونه، خوندي فضا، عصري ترانسپورټ د ګرځندویانو مسلکي رهنما وګومارل شي، څو د افغانستان د مېلمه پالنې اصلي او لرغوني څېره په نړیواله کچه انځور کړي. په دې سره به له یوه لوري د ګرځندوی صنعت پرمختګ وکړي او له بل لوري به په زیاته اندازه عواید راغونډ او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کېدو کې  به رغنده رول ولوبوي. د ګرځندوی صنعت په پرمختګ سره به په زرګونو نوي کاري فرصتونه ایجاد او هېوادولو ته به د کار ز مینه برابره شي.