په غور کې جوړې شوې ناستې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على سید الانبیاء والمرسلین و على آله و أصحابه أجمعين، أما بعد!

امارتي مسؤلینو او د غور دردېدلي او مجاهد ولس ته!

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه واړول. ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې، کرنیزې ځمکې یې تر اوبو لاندې شوې، پلونه، پلچکونه او سړکونه ویجاړ شول او هېوادوال ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ شول. خو اسلامي امارت پر خپل وخت سېلاب ځپلو ولسونو ته د مرستې لاس ورکړ.

موږ خپله بغلان ولایت ته د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره د مرستو، خواخوږۍ او د مرسته رسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه سفر وکړ، او هلته مو زیانمونو شویو هېوادوالو ته د مرستو رسولو، د نجات، روغتیا، د مرستو جلب او جذب، د مرستو توزیع کمېټې رامنځته کړې چې هغوی پر خپل وخت باندې سېلاب ځپلو هېوادوالو ته مرستې ورسولې او د دې ترڅنګ مو فاریاب، تخار، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو ته چې د سېلابونو له امله یې اوسېدونکي زیانمن شوي وو، پر وخت مو مرستې ورته ورسولې.

موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو. اسلامي امارت له تاسو درنو او پتمنو هېوادوالو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي او ډاډ درکوو چې له زیانمنو هېوادوالو سره به د شویو مرستو سربېره نورې مرستې هم وشي.

د دې غمیزې شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې صبر جمیل او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.

ټولو امارتي مسوولینو ته مو لارښوونه کړې ده چې مرستې راټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو هېوادوالو ووېشي او په دغه برخه کې مو یو فوق العاده کمېټه هم ګمارلې ده چې هغه شپه او ورځ لګیا دي کار کوي.

له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له سېلاب ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی دی، مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته اجرونه غواړو.

په پای کې تاسو ته ډاډ درکوو، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاسنیوی کوي چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.