د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د نویو فازونو پرانیستې مراسمو ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

نحمده و نصلي على رسوله الكريم أما بعد

فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم،  بسم الله الرحمن الرحيم

و انزلنا الحدید فیه بأس شدید و منافع للناس

صدق الله العظیم

امارتي مسؤلینو، سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو او د غونډې نورو ګډونوالو؛

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

خوښ یم چې نن ستاسو سره په دې افتتاحیه غونډه کې ګډون کوم.

الحمدلله، نن موږ په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو برابره د اوسپنې وېلې کولو فابریکه پرانیزو، چې دا د هېواد د صنعت د پرمختګ پر لور یو بل مهم ګام دی چې اخیستل کېږي.

لکه څنګه چې څرګنده ده، صنعت په یوه هېواد کې د اقتصادي پراختیا لپاره د ملا د تير حیثیت لري؛ هر هغه هېواد چې د اقتصاد په برخه کې په خپلو پښو د درېدو هڅه کوي، اړ دی چې د صنعت په سکټور کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړي. د همدې موضوع د اهمیت په درک کولو سره اسلامي امارت هم صنعت ته د بستر اوارولو په موخه کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې او د صنعت کارانو بشپړ ملاتړ یې کړی دی.

د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ د صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ لپاره دوامدارې ناستې ترسره سوې دي، په دغه ناستو کې د نورو پرېکړو ترڅنګ ټولې امارتي ادارې مکلفې سوې دي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په نسبت له لس تر پنځلس فیصده ټیټ وي.

د دې تر څنګ اسلامي امارت پر لسګونو قلمه هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه کړې ده چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای سي.

دا او دې ته ورته اقدامات ښیي چې اسلامي امارت د صنعت پرمختګ ته پوره ژمن دی او پر دې باور دی، چې له صنعت پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی.  

همدارنګه د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره د اسلامي امارت بل مهم ګام دا و چې تولیدي فابریکو ته برېښنا برابره کړي. لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، د افغانستان د کورنۍ برېښنا د تولید کچه کمه ده او د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، د کورنۍ برېښنا د تولید د کچې لوړولو په موخه همدا نن ورځ د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه برېښنا د تولید قرارداد له خصوصي سکټور سره لاسلیک سو.

په کور دننه د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د خامو موادو د برابرولو په موخه اسلامي امارت د هرات ولایت د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل، ترڅو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه سي.

په پای کې د هېواد په اقتصادي برخه کې د یو مسؤل په صفت له ټولو صنعت‌کارانو او پانګوالو څخه غواړم، چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکټورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې خپل مسوولیت اداء کړي.

 

 

و آخر دعوانا أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعالَمِين