د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

اعوذباالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ کبُرَ مَقتاً عِندَاللهِ اَن تَقُولوا مَالَا تَفْعَلُونَ

د غور ولایت مسوولینو، علماوو، قومي مخورو، د ولسونو استازو او زیانمن شوو هېوادوالو!

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

له هر څه مخکې د اسلامي امارت امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله، ګرانو مجاهدینو، د اشغال د خاتمې او خپلواکۍ د لارې د شهیدانو قدرمنو کورنیو، افغان مجاهد ولس او ټول اسلامي امت ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم. اختر مو مبارک شه.

 الله تعالی مو د لوی اختر قربانۍ، صدقات، عبادات او دعاګانې قبولې کړه. الله تعالی دې د حجاجو کرامو حجونه، عمرې، طوافونه، د فلسطین او د ټولې نړۍ د مسلمانانو په حق کې کړې دعاګانې هم قبولې کړي او د حج د دې لوی عبادت په برکت دې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته الله تعالی اتحاد، ورورولي، خوشحالي او کامیابي ورنصیب کړي. آمین یا رب العالمین

خوښ یم چې نن په دې مبارکه ورځ ستاسو ترڅنګ یم، خدای ج دې دا نېکې او مبارکې شپې پخیر او عافیت سره تېرې کړې.

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله د امارت مسوولینو ته هدایت کړی چې د هغو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي چې په دې ورستیو سېلابونو کې یې ځاني او مالي زیانونه لیدلي دي. کرنیزې ځمکې او په ځمکو کې شته حاصلات یې د سېلابونو له امله متضرر شوي دي.

د اسلامي امارت مسؤلینو په دې برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نه ده کړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ یې پر خپل وخت د سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی او هغوی ته یې مرستې برابرې کړې دي.

 ددې ژمنتیا یوه ښه بېلګه داده چې نن ورځ زه ستاسو په خوا کې یم او همداسې نور مسولین. ټول به په ګډه هڅه کوو چې خپلو زیانمنو هېوادوالو ته مرستې برابرې او هغوی له شته ستونزو را وباسو.

څلور ورځې وړاندې زه غور ته راغلی یم او دغه ولایت ته مې د سفر موخه د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره د مرستو، خواخوږۍ، د مرسته رسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د سېلاب ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شویو کمېټو کارونو ارزونه ده.

د تېرو څو ورځو په جریان کې مې د دې ولایت ولایتي مسوولینو، علماوو، قومي مخورو، د مختلفو ولسوالیو او سیمو اوسیدونکو سره مجلسونه درلودل او د دوی ستونزې مې واورېدې او په هغه ولسوالیو او سیمو کې چې د سېلابونو له امله هېوادوالو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي له نېږدې وکتلې.

د افغانستان اسلامي د هېواد په مختلفو برخو کې د ملي پروژو عملي چارې پیل کړې دي، چې له جملې یوه هم د ختیځ ـــ لويديځ دهلېز سړک جوړونې پروژه ده، چې د ځمکني ټرانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، ډایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې د دغه دهلېز د یوې برخې چې هغه د هرات - غور سړک دی، عملي چارو پیل پرانیسته وکړه، اسلامي امارت په هره برخه کې د ولس ستونزو ته متوجه دی او پر وخت به ټولو ته رسېده‌ګي وشي. ان‌شاءالله

په پای کې تاسو ته ډاډ درکوو، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاسنیوی کوي چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.