د کار ملي کنفرانس غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پښتو وینا
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبی بعده؛
اما بعد؛
قال الله تعالی: و ان لیس للانسان الا ما سعی
د کار ملي کنفرانس قدرمنو مېلمنو او ټولو ګډونوالو؛
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
بېکاري او فقر زموږ د ټولنې د نورو ستونزو تر څنګ دوې هغه ستونزې دي، چې له امله یې په ټولنه کې ډېر مشکلات پیدا شوي دي او د ټولنې یو ښه اقتصاد هغه څه دی، چې دا دواړې ستونزې له منځه وړي. مناسب او ښه کاري فرصتونه ورسره برابرېدای شي او هم د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مثبت او اغېزناک رول لوبولای شي. د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول او حاکم نظام په توګه دا د ځان مسوولیت ګڼي چې په هر ډګر کې غوره، عادلانه او پر موقع خدمات وړاندې کړي او له شته ټولو فرصتونو او ظرفیتونو څخه په معقولې او مثمرې ګټې اخیستنې سره داسې کوټلي او اساسي ګامونه واخلي چې مطلوبو او مهمو موخو او پلانونو ته زموږ مزل لنډ او چټک کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د خلکو ستونزې او اندېښنې له پامه نه دي غورځولې؛ بلکې د مختلفو کچو مسوولین په دوامداره توګه په دې بوخت دي چې له یوې خوا خپل مکلفیتونه په ښه شکل ترسره کړي او له بلې خوا داسې معقول او د وخت د اړتیاوو مطابق اجراآت وکړي، چې ولسونو ته بهتر او مناسب خدمات وړاندې شي.
درنو ګډونوالو!
د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو لازمې هڅې کیږي، چې له دې څخه په سالمې او مثبتې ګټې اخیستنې خپل هېواد د جنوبي او مرکزي آسیا د وصل په نقطه بدل کړو. د خپلې سوداګرۍ کچه تر بل هر وخت زیاته کړو، کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه برابره کړو، د انرژۍ د لېږد او انتقال لپاره کار وکړو او د اوسپنې پټلۍ څخه په ګټې اخیستنې سره فاصلې را لنډې او خپلو ملي سوداګرو ته سهولتونه رامنځته کړو، تر څنګ يې د بهرنیو پانګوالو د تشویق او ترغیب سبب او دې ته يې وهڅوو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. په یادو ټولو مواردو کې مو کوښښ دا دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړو.
قدرمنو حاضرینو!
تاسې ته ښه څرګنده ده چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا، د هېواد د ځان بسیاینې، د بېکارۍ او فقر د کچې او هم خپلو خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په منظور زیات شمېر بنسټیزې او ټولګټې پروژې په لار اچولې، چې ځینې یې بشپړې او زیات شمېر یې تر کار لاندې دي او زموږ افغان کادرونه لګیا دي شپه او ورځ له شته او محدودو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هغو خوبونو ته تعبیر وربښي چې ناممکن او یا هم له تصوره لرې بلل کېدل.
تاسې ولیدل چې د قوش تېپې کانال ملي پروژې لومړی فاز پای ته ورسېد او په دوهم فاز یې په سرعت کار روان دی، د فراه بخش آباد بند تر کار لاندې دی، د آمو دریا او قشقري د نفتو د استخراج چارې په عادي ډول روانې دي، د معادنو د استخراج په برخو کې مثبت ګامونه اخیستل شوي او په دې برخو کې د کورنیو او بهرنیو کمپنیو او شرکتونو له لوري د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې، د ملي تدارکاتو کمېسیون کې مهمې پروژې تاییدیږي. زموږ پولي ثبات د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په پرتله د پام وړ ارزښت ساتلی. د تاریخ په اوږدو کې لومړی وار دی چې ملي بودیجه مو له کورنیو عوایدو تمویلېږي او پورته یادې شوې ټولې پروژې له همدې لارې او له همدې عوایدو تطبیق او اجراء کیږي. له اداري فساد سره قوي مبارزه شوې او د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی دی. د څو محدودو کلونو په تېرېدو او د دغو ملي پروژو په تطبیق سره چې زرګونو انسانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده، باوري یم چې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې به د پام وړ پرمختګ ولرو او د ودان افغانستان شاهدان به واوسو.
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ملي ګټو د متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په دې برخه کې یې خپل مسوولیتونه هم ترسره کړي، زما پر نړیوالو باندې دا ږغ دی، چې د افغان ولسونو د ستونزو په درک کولو سره دې هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ډېرې اقتصاډي ستونزې یې زیږولې دي، لرې کړي او د افغانستان اسلامي امارت سره دې مثبت تعامل ته رامخکې شي.
موږ ژمن یو څو ټولې هغه لارې او مزلونه ووهو چې زموږ د خلکو او هېواد د سرلوړۍ او د ژوندانه د بهبود سبب ګرځي. له تېرو تجاربو څخه په ګټې اخیستنې سره به د خپل هېواد د پرمختګ په لاره کې تر پخوا لا زیات او په قوي عزم او ارادې سره کوښښونه ترسره کوو.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ او ټولو مسوولینو څخه مننه او قدرداني کوم، دوی د خپلو خلکو په ځانګړې توګه د ځوان کهول د بېکارۍ ستونزې ته په کتو سره یو لوی او مثبت ابتکار وکړ او د کار ملي کنفرانس يې په لار واچاوه او له دې لارې غواړي د بېکارۍ او فقر د کمښت په برخو کې خپل مسوولیتونه ادا کړي. دا کار یې ستایم او ملاتړ یې کوم. د ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو، په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو، خصوصي سکټور او ملي سوداګرو څخه مو غوښتنه ده، چې په دې برخه دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره لکه څرنګه چې ایجاب کوي لا نږدې پاتې شي او په مشترک ډول دې هېوادوالو ته د خدماتو د ترسره کولو په لاره کې کار وکړي. موږ هم د خپل سهم مطابق په دې لاره کې له تاسې ټولو په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره نږدې همکاران یو.
له توجه څخه مو مننه
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته