د پلتوني بند د چارو پرانیست‌غونډې ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌؛

 اما بعد!

فاعوذباالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ اَ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ

امارتي مسؤلینو، علماوو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او د پکتیکا قدرمن ولسه!

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

د خوښۍ احساس کوم چې د هېواد د ابادۍ په پار د یوې بلې زېربنایي پروژې په پرانیست‌غونډه کې سره را ټول یو.

الحمدلله! اسلامي امارت نن بیا د یوه داسې عنصر د مدیریت لپاره ګام اخلي چې الله تعالی ور پورې د هر شي د ژوند بقاء تړلې ده او په نړیواله کچه یې ارزښت ورځ تر بلې په لوړېدو دی.

اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی او پوره توجه یې ورته کړې ده.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد خودکفاء کېدو، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ له طبیعي سرچینو څخه هم درسته استفاده کېږي او په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه مساعده شوې ده.

دا چې د پکتیکا ولسونه محروم او سیمه یې د بند لپاره له مناسب موقعیت څخه برخمنه ده، اسلامي امارت مسوولیت لري چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او هغه پروژې ورته پیل او بشپړې کړي، چې د دوی اقتصادي ستونزې تر یوې اندازې پرې حل کېدای شي.

اسلامي امارت به د پلتوني اوبو زېرمه کولو بند د کارونو په اړه له شته امکاناتو په کار اخیستلو پوره هڅه وکړي چې چارې یې ژر بشپړې کړي او له قراردادي شرکت څخه هم غوښتنه کوي چې څومره ژر ممکنه وي دغه پروژه په ښه کیفیت، په پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره بشپړه کړي. موږ دوی ته له خپل لوري د پوره همکارۍ ډاډ او اطمینان ورکوو.

له نېکه مرغه په هېواد کې له فتحې وروسته د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د هېواد په کچه د لویو او متوسطو بندونو چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه وو پیل سوي د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ کاري ټیمونه وټاکل شول، دغو ټیمونو د یادو بندونو د ارزونې او عملي چارو د پیل لپاره هر اړخیز جامع کاري پلانونه جوړ کړل چې د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي چې له هغه جملې د کمال خان، بخش آباد، پاشدان او اغاجان بندونه د بېلګې په ډول یادولی سو او دا دی نن د پلتوني اوبو زېرمه کولو بند عملي چارې پیل کوو.

دغه پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په دوه نیمو کلونو کې رغول کیږي چې په بشپړېدو سره به یې د دغه ولایت مرکز ښرنې سربېره د نېږدې سیمو اوبه تقویه، کرنیزې ځمکې به خړوبې، سېلابونه به کنټرول او چاپېریال ساتنه کې به رغنده رول ولوبوي.

د پلتوني بند پروژې په عملي کېدو سره به زموږ سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

په پای کې د پکیتکا ولایت له قدرمنو مسوولینو او د دې ولایت د درنو ولسونو له مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه کوم.

له توجه څخه مو مننه