ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۶:۷
The National Procurement Commission

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړونه، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS