شمال- سوېل نړیوال ترانسپورټي دهلیز ته ځغلنده کتنه

شمال- سوېل ترانسپورتي دهليز

مقدمه

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز له لویدیځ نه بیا تر سویلي اسیا پورې یوه مهمه لویه لار ده چې د ۲۰۰۰ زدیز کال د سپتمبر په ۱۲مه په سن پترز بورګ کې د ایران، روسیې، مرکزي آسیا هېوادونو او هند له لوري د ترانسپورتي همکاریو د زیاتوالي په موخه جوړ شوی. دغه دهلیز د هند او خلیج فارس سمندر د ایران له لارې د خزر له سمندر او له هغه وروسته د روسیې د سن پټرزبورګ له لارې له شمالي اروپا سره نښلوي. دغه دهلیز د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه کړۍ ده چې د واټن او وخت له پلوه له نورو لارو څخه ۴۰ سلنه لنډه او په دې لاره لګښت د نورو هغو په پرتله ۳۰ سلنه کم دی. د یادونې وړ ده چې دغه دهلیز د « د مرکزي آسیا هېوادونو، ایران او روسیې د ګډې سوداګرۍ خونې» له دایمي سوداګریز مرکز نه تیریږي او دا ددې مرکز تر ټولو مهمه ښیګڼه ده. د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز کولای شي په ترانسپورټ او سوداګرۍ کې ستر بدلون راولي.  

شمال- جنوب دهلیز

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز د ترانسپورټ یوه له هغو لارو ده چې د اروپا شمال د اسیا له جنوب سره نښلوي. دغه دهلیز د مرکزي آسیا هېوادونو، روسیې له سن پټرزبورګ او ایران څخه تیریږي او په خلیج فارس کې بندر عباس ته رسیږي. ددې پروژې موخه د اروپا او اسیا ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ په موخه د دودیزو ځمکنیو او سمندري لارو له پاره د سپما یو غوره بدیل دی. ددغه دهلیز ټول اوږدوالی ۷۰۰۰ کیلومتره دی. په دې پروژه کې سړکونه، د اوسپنې پټلۍ، بندرونه او په ټوله اسیا کې د سوداګریزو توکو د لیږد له پاره وړ او لازم امکانات په پام کې نیول شوي دي. 

ددې دهلیز تر ټولو مهمه ښیګڼه او ګټه داده چې دا لار به د نورو هغو په پرتله د اوونیو یا ان د میاشتو منزل څو ورځو ته را کم کړي. دغه راز به د سینګاپور او دوبۍ له ګڼې ګوڼې ډکو بندرونو په پرتله سوداګریز لګښتونه را ټیټ کړي. د ترانسپورټ دغه دهلیز په ټوله اور اسیا کې د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو له پاره په یوه اړینه وسیله بدل شوی دی او د دهلیز په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د غوره اړیکو له پاره زمینه برابر وي، چې افغانستان یې هم برخه کېدای او له دې لارې استفاده کولای شي.

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز شالید

د اور اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د شمال- جنوب دهلیز پروژه، نوې نه ده. ددې دهلیز په اړه نظر د ۱۹۹۰ لسیزې لومړیو کې موجود و، هغه مهال چې روسیې او هند د اړیکو د پیاوړتیا په موخه وړاندې کړ. د بېلا بیلو جیوپولیتکی لاملونو له هغې جملې پر ایران د امریکا له لوري بندیزونه او ددې پروژې د عملي کېدو له پاره د خپلې خاورې په واک کې ورکولو په برخه کې د پاکستان نه لیوالتیا دغې طرحې عملي بڼه غوره نه کړه. په ۲۰۰۲ زدیز کال کې د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز (NSTC)د پراختیا په ګډون د ترانسپورټي زیربناوو په پروژو کې د همکارۍ په اړه د مرکزي آسیا هېوادونو، روسیې او ایران ترمنځ په سن پټرزبورګ کې هوکړه لیک لاسلیک شو. هغه مهال څو نورو هېوادونو ددې پروژې د پیل له پاره چې د ترانسپورټي لګښتونو د راکمولو او په ټولو ښکیلو هېوادونو کې د اقتصادي پراختیا په موخه اجرا کیږي، مرکزي آسیا هېوادونو، روسیې او ایران ته د همکارۍ لاسونه ورکړل.

څه ډول د شمال- جنوب دهلیز په اور اسیا کې لیږد رالیږد ته بدلون ورکولی شي

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز یوه ستره زیربنايي پروژه ده چې موخه یې د اوسپنې پټلۍ، سړکونو او بندرونو له لارې د اروپا او اسیا نښلول دي. دغه دهلیز شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومتره زیات اوږدوالی لري چې مرکزي آسیا هېوادونه، روسیه، ایران او هند یو له بل سره نښلوي. ددې اټکل شته چې ددې دهلیز پر مټ به د دواړو لویو وچو ترمنځ  ترانسپورټي لګښتونه او وخت دواړه د پام وړ کموالی ومومي. دغه راز ددې هیله هم شته چې ددې دهلیز په مرسته به د هېوادونو ترمنځ سوداګري پیاوړې او نوي اقتصادي فرصتونه به رامنځته شي. د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز یوه ځانګړنه داده چې ددې دهلیز په جوړېدو به نور د سویز کانال له لارې د بیړیو تګ را تګ پای ته ورسیږي. دا چاره نه یوازې دا چې د توکو د لیږد موده راکموي، بلکې د هند په سمندر کې به د سمندري غلاوو کچه هم راکمه کړي. د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز په برخه کې په دې وروستیو کلونو زیات پرمختګونه شوي او ددې لارې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ او نوي بندرونه جوړ شوي دي. له دې سره سره لا هم د څارنې او مالي تمویل په برخه کې ځینې خنډونه شته.  

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز په پراختیا کې مهم لوبغاړي

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز پراختیا د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو ګډه هڅه ده. خو روسیه، هند او ایران ددې پروژې اصلي لوبغاړي او اذربایجان له اروپا سره ددې دهلیز په نښلولو کې مهم رول لري. د دې پروژې د عملي کولو او څارنې له پاره د شمال- جنوب نړیوال دهلیز د ترانسپورټ او ترانزیټ د همغږۍ شورا(INSTC)  رامنځته شوې ده. دغه راز د یاد دهلیز د پراختیا له پاره ځینې نورې ادارې هم رامنځته شوې چې له هغې جملې د ترانسپورټي اتصال په برخه کې د هند او روسیې ګډه مطالعاتي ډله چې موخه یې د INSTC  له لارې د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ اتصال دی. دغه ډول همکارۍ د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز د موفقیت له پاره اړینې دي. د یو بل په همکارۍ او مرسته هېوادونه کولای شي چې د زیربناوو او ګمرکي ستونزو په څير خنډونه له مخې لرې کړي او د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ له پاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

اقتصادي وده: په سیمه ییزه پراختیا کې د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز رول

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز نه یوازې د توکو د لیږد را لیږد له پاره لار هواروي، بلکې د سیمه ییزې پراختیا له لارې د اقتصادي ودې په برخه کې هم مهم رول ترسره کوي. دغه دهلیز روسیه د اذربایجان له لارې له ایران سره نښلوي او دغه راز د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ له پاره لنډه لار ده. دا چاره په لومړي سر کې ترانسپورټي لګښتونه او وخت راکموي او ددې ترڅنګ بازارونو ته لاسرسی هم زیاتوي. پر دې سربیره د دهلیز په اوږدو کې د زیربناوو جوړول کاري فرصتونه او د پانګونې د جذب له پاره زمینه برابروي چې په دې سره د صنعت سکټور وده کوي. په لنډ ډول ویلای شو چې دغه دهلیز د سیمې پر اقتصادي او ټولنیزه پراختیا او وده مثبتې اغیزې ښندي.

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز په اوږدو کې د پراختیا او ودې له پاره راتلونکي لیدلوري

د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز په اوږدو کې د پراختیا او ودې له پاره راتلونکی لیدلوری هیله بښونکی دی. دغه دهلیز پرته له دې چې پخوانۍ اوږدې ځمکنۍ او سمندري لارې طی شي، د اسیا او اروپا ترمنځ مخامخ اړیکه او ارتباط ټینګوي. په دې ډول دا دهلیز د دواړو لویو وچو ترمنځ د سوداګرۍ له پاره پر اصلي لارې د بدلېدو په موخه لوړ پوټانیشل لري. څو هېوادونو له هغې جملې هند او افغانستان پخوا له دې پروژې سره د یوځای کېدو له پاره لوالتیا ښودلې ده. پر دې سربیره د روسیې او فنلنډ ترمنځ لارې د پراختیا او دغه راز په اروپا کې د ترانسپورټ له نورو شبکو سره د نښلیدو له پاره پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. له دې سره جوخت ځینې خنډونه هم شته چې دغه پوټانیشل ګواښي. په دې خنډونو کې د دې لارې په اوږدو کې د پرتو یو شمیر هېوادونو ترمنځ سیاسي ترنګلتیاوې او د ترانسپورټي دهلیزونو له لارې سیالۍ موجودې دي. په ټوله کې که چیرې موږ پر دې وتوانیږو چې په پروژه کې د ښکیلو هېوادونو ترمنځ د اغیزناکې دیپلوماسۍ او همکارۍ له لارې پر دغو خنډونو غلبه پیدا کړو، نو په راتلونکو کلونو کې به د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز له لارې د پام وړ سوداګریزو فرصتونو د ودې او پراختیا له پاره فضا رامنځته شي.

 پایله

په پای کې باید ووایو چې د شمال- جنوب دهلیز نویو فرصتونو ته لار پرانیزي او دغه راز نړۍ په خپلو کې سره نښلوي. تاریخي شالید، مهم لوبغاړي او ګډونوال، د اروپا او اسیا ترمنځ سوداګریز فرصتونه، تلپاتې ښیګڼې او حل لارې چې نن ورځ ددې دهلیز په اوږدو کې ترسره کیږي، له دې څخه څرګندیږي چې د ترانسپورټ دغه دهلیز د اور اسیا د راتلونکې له پاره زیات ګټور دی. نو دا پروژه هم لکه د نورو سترو زیربنايي پروژو په څیر څه نا څه خنډونه په مخ کې لري. د نړیوالې همکارۍ له لارې ددې خنډونو لرې کول، د زیربناوو او ټکنالوژیکي پرمختګونو په برخه کې د پانګونې له لارې کولای شو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د شمال- جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز به په راتلونکي کې په ښه ډول دوام پیدا کړي.