په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان وضعيت ته کتنه

لیکوال: عبدالله ایمل

۱۴۰۲ لمریز کال د افغانستان لپاره یو له لاسته راوړنو ډک کال و. اسلامي امارت وتوانېد په دې کال کې لویې زېربنایي پروژې پیل کړي، د شته علمي معیارونو په نظر کې نیولو سره د کانونو استخراج ته پاملرنه په‌کې شوې، په مختلفو سکټورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه را جلب شوې، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ به موخه د امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله لوري د مالیې په برخه کې ځانګړی تخفیف او معافیت ورکول شوی، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي، د بدیلو سوداګریزو لارو په برخه کې پرمختګ شوی او پر دې سربېره پس له څه باندې ۴ لسیزو لومړی ځل دی، چې هېواد له یوې واحدې قوماندې لاندې راغلی. تېر کال د هېواد امنیتي وضعیت، له کله نه، چې فتحه راغلې ټول هېواد امن شوی او دغه کال د تېرو دوه لسیزو څخه وروسته هغه کال دی، چې ټول هېواد داسې امن شوی، چې مثال یې په تېرو څو لسیزو کې نلرو.

دا چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اقتصاد په برخه کې ښه پرمختګونه لرو بیا هم په دې لیکنه کې پر دې بحث شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې اقتصادي وضعیت څه ډول و؟ په دې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې کومې وې؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

اقتصادي وضعیت

د کابل ادارې له ړنګېدو او په ټول هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو سره الحمدلله په هېواد کې جګړه او شل کلن اشغال پای وموند؛ خو له بلې خوا له دغه ستر تحول سره هېواد له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ او هېوادوال مو په دې تړاو اندېښمن شول او تر ټولو مهمه ستونزه چې سملاسي یې هېوادوال اغېزمن کړل،  هغه د امریکا له لوري د افغانستان بانک د ارزي شتمنیو کنګل کېدل ؤو، چې له امله یې د افغانستان بانک د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شو او له دې کبله خصوصي بانکونه د پیسو د ورکړې څخه ناتوانه شول، خو د افغانستان بانک او په ټوله کې د اسلامي امارت رهبرۍ وکولای شول چې د هېواد بانکي نظام له یادو ستونزو راوباسي او اوس ورځ تر بلې د بانکدارۍ خدمات په هېواد کې نورمال حالت ته روان دي.

د یوه هېواد اقتصادي وضعیت نه یوازې دا چې پر نورو سکتورونو اغېزې کوي، بلکې په اوسمهال نړۍ کې د حکومتونو دوام هم پر اقتصادي وضعیت متکي وي، افغانستان، چې اوږد تاریخ لري، هم په مختلفو تاریخي دورو کې په اقتصادي هلو ځلو کې بوخت پاتې شوی؛ خو بیا هم په دغو ټولو تاریخي پړاوونو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره له ناامنیو، کورنیو جګړو او یرغلونو له کبله اغېزمن شوی دی.

اوسمهال افغانستان له امنیتي ثبات څخه برخمن دی خو اقتصادي وضعیت یې په هغه شکل چې د شته نظام غوښتنه ده هغسې نه دی خو د وضعیت د ښه کېدو لپاره کلکې هڅې روانې دي، په دې کال کې په مختلفو سکټورونو کې لویې زېربنایي پروژې پیل شوې دي، د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې دا د هېواد صادراتو په تاریخ کې یو بې مخینې رقم دی، په کور دننه تولید ته پاملرنه شوې چې له امله یې د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی او تر یو بریده پورې د هېوادوالو اړتیاوې پرې پوره کېدای شي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې ګوټلي ګامونه اخیستل شوي دي او لا هم هڅې روانې دي، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ په موخه په کور دننه او بهر د نندارتونونو لړۍ پیل شوې چې اوس هم دوام لري، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له لوري په مختلفو سکټورونو کې پانګونې شوې، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې اسلامي امارت واضح او پر پایلو منتج قدمونه اخیستي دي چې له هغه جملې څخه د مالیاتو معافیت او تخفیف، په حکومتي ادارو کې د کارونو ژر خلاصون او ۲۴ ساعته ګمرکي خدمتونو وړاندې کول، صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش او دېته ورته په نورو  برخو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بهرنی سیاست

بهرنی سیاست په نړیواله ټولنه کې د یو هیواد ملي ګټو لاسته راوړلو، ملي ثبات تضمینولو او خپلو ارزښتونو،‌ فرهنګ او تاریخ نړۍ ته د ورپیژندلو لپاره یوه وسیله ده.‌ دا چې دا وسیله څرنګه استفاده شي، هر هیواد د یو بل پر وړاندې د خپلې بهرنۍ پالیسي دکتورین جوړوي.‌ دا چې د اسلامي امارت په راتګ سره نړۍ له افغانستان سره خپلې رسمي اړیکې ځنډولې دي خو اسلامي امارت د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې توانېدلی، چې د سیمې او همسایه ملکونو سره د رسمي اړیکو پرانېستلو ته لاره هواره کړي او په دې برخه کې هم په تېر کال کې پرمختګ شوی دی او په دې لړ کې تر دې دمه اسلامي امارت توانېدلی، چې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په ځیني هېوادونو کې د افغان سفارتونو کنټرول ترلاسه کړي او په کابل کې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ ځینې هېوادونو سفارتونه فعال او د نړېوالو سازمانونو دفتر پرانیستې دي. د اسلامي امارت بهرنی سیاست په متقابلو اړیکو او همکارۍ ولاړ سیاست دی د همسایه، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو غوښتونکي دي او دا یې نړېوالو ته په ډاګه کړې چې د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد نه کاریږي او له نړېوالو یې غوښتي، چې افغانستان ته د دوست او سیال هېواد په سترګه وګوري او د اقتصادي پرمختیا لپاره دې افغانانو ته د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.

پايله

دا چې په تېرو شلو کلونو افغانانو ته په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او رواني لحاظ زیات زیان رسېدلی او په اوس کې د امریکا له لوري د افغانانو د شتمنۍ کنګل کېدل او د نړۍ سیاسي اړیکو پرېکون هغه څه دي، چې زمونږ ملت یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړی خو اسلامي امارت هڅه کوي، د یو مسوول حکومت په حیث د خپلو هېوادوالو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي د یو هېواد لپاره امنیتي ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا تر ټولو اړینه ده، الحمدلله اسلامي امارت په دې وتوانېد، چې له شل کلن اشغال وروسته هېواد ته امنیتي ثبات راولي او د اقتصادي پرمختیا او له نړۍ سره د اړیکو د نوي فصل د پیل لپاره هم هڅې رواني دي په ټوله کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د افغانانو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وو.