په سوداګرۍ کې د ترانسپورټ سکټور ارزښت، پر وړاندې یې شته ستونزې او حل‌لارې

۴۵۳۴۲۳۲۳۱۳۱

لیکوال: محب الله نظیمي

سریزه

په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی او له څلورو لسیزو جګړو وروسته اسلامي نظام حاکم شوی دی. اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د نورو سکټورونو ترڅنګ د ترانسپورټ سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی دی او په دغه برخه کې یې د معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره هڅې پیل کړې دي. ترانسپورت سکټور نه یوازې په سوداګرۍ کې ارزښت لري، بلکې دغه سکټور د هېواد د اقتصادي ودې په زیاتوالي، صنعت او ټولنیزه هوساینه کې هم رغنده رول لري.

اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور ته زیاته پاملرنه کړې او د دې له پاره یې عملاً د لویو لارو د جوړولو او بیا رغونې کارونه پیل کړي دي. په افغانستان کې له دوه ډوله ترانسپورټ څخه ګټه پورته کیږي. چې یو یې ځمکنی او بل یې هوايي ترانسپورټ دی. د هوایي ترانسپورټ په پرتله ځمکنی ترانسپورټ اقتصادي دی او زیاتره هغه هېوادونه چې په وچه کې ایسار دي، له دې ډول څخه ګټه پورته کوي.

موږ په دې لیکنه کې په سوداګرۍ کې د ترانسپورټ ارزښت، ستونزو او حللارو ته لنډه کتنه کوو.

په سوداګرۍ کې د ترانسپورت سکټور ارزښت

په اوسني وخت کې ترانسپورټ د هېواد ځان بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې  یو له مهمو او بنسټیزو سکټورونو څخه دی چې د سوداګریزې تبادلې اساس جوړوي او همدارنګه د یو هېواد اقتصادي ودې په بهیر مثبت تاثیر، د کورنیو تولیداتو پر زیاتوالي او د هېواد پر هغه ټولو فعالیتونو مثبت تاثیر لري چې په یو ډول نه يو ډول د کورني ناخالص تولید د زیاتوالي سبب کیږي. په ترانسپورټ کې بدلون او د هغې پراختیا د ټولنې مختلفې برخې د دوامداره پرمختګ پر لور رهبري کوي، ترانسپورټ په نړیواله او ملي کچه دکرنیزو، سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو تر منځ د وصل کړۍ جوړوي. پر دې سربېره دغه سکټور په هر وخت کې د انسانانو لپاره خورا اقتصادي ارزښت درلودلی، دغه سکټور ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او تل هڅه وشي چې تر ټولو مناسب ترانسپورټي سیستم پیدا چې د مصرف له لحاظه اقتصادي، د وخت له نظره لږ وخت ونیسي او د هوساینې له پلوه عصري وسایل او اسانتیاوې ولري دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی نو په دغه هېواد کې له ځمکني ترانسپورتي سیستم څخه زیاته استفاده کيږي په یو هېواد کې د ځمکني او هوايي ترانسپورتي سیستم په برخه کې زیاته پانګونه، کولای شي چې د دې سکټور عایدات زیات کړي او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي، د ترانسپورټي زېربناوو پورې اړوند سیسټمونو کې د زیاتې پانګونې لامل کیږي او د توکو د وېش پروسه په چټکتیا او دقت سره تر سره کیږي نو باید د هېواد ترانسپورټي سیستمونو ته توجه وشي کوم چې د هېواد تر ټولو مهمه اقتصادي زېربنا ګڼل کیږي. همدارنګه ترانسپورټ د سوداګرۍ د ودې لپاره ډېر اړین دی. له ترانسپورت پرته سوداګري نشي کیدلی. هغه هېوادونه چې معیاري ترانسپورټ لري، په کم وخت او لږ لګښت سره خپل محصولات نورو هېوادونو ته صادرولی او له هغه لوري د خپلې اړتیا وړ توکي واردولی شي. اسلامي امارت هڅه کوي د لویو لارو د بیا رغونې سربېره اوسپنې پټلۍ شبکې هم وغځوي.که چېرې موږ معیاري ټرانسپورټي سیستم ولرو، نور هېوادونه زموږ له خاورې ترانزېټ ته زړه ښه کوي، چې دا خپله د سوداګرۍ کچې پر زیاتولو مثبت اغیز کوي. په دې صورت کې به هم ترانزیټی فیس تر لاسه کوو او هم به په ارزانه بیه له نورو هېوادونو واردات ولرو، چې په دې سره به مو د سوداګرۍ بیلانس ساتلی وي.

ستونزې

  1. سړکونه او پلونه: په افغانستان کې زیاتره سړکونه خراب او ناتکمیل دي. د خرابو سړکونو له امله، کرنیز توکي پر وخت تر مارکېټونو نه رسیږي.
  2. لويې لارې: چې د ولایتونو پر وصل سربېره هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره وصلوي ځینې برخې یې خامه او کومې برخې چې پخې شوې هغه خرابې شوې دي.
  3. رېل پټلۍ سیستم: افغانستان کې د رېل شبکه تقریباً په نشت حساب ده، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سر د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ضرورت دی.

حل لارې

  1. د سړکونو او پلونو رغول: اسلامي امارت دې د مرسته کوونکو سازمانونو او خصوصي سکټور په همکارۍ او د حق العبور په بدل کې، د سړکونو او پلونو رغولو ته لومړیتوب ورکړي.
  2. د رېل سیستم پراختیا: د رېل شبکې جوړول چې مرکزي ښارونه او صنعتي سیمو نښلولو سربېره هېواد له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ونښلوي.

پایله

ترانسپورت سکټور نه یوازې په سوداګرۍ کې ارزښت لري بلکې دغه سکټور د یو هېواد په اقتصادي وده، صنعت، سوداګرۍ او ټولنیزه هوساینه کې مهم رول لري. اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې عملاً د لویو لارو د جوړولو او بیارغونې کارونه یې پيل کړي دي. ددې هلو ځلو او د ترانسپورټ د معیاري کولو لپاره د لویو لارو، هوايي ترمینلونو، په عصري او مجهز ډول د ګمرکونو جوړول ددې اقداماتو ښې بیلګې دي چې موږ او تاسو یې د سر په سترګو وینو. د معیاري ترانسپورت په رامنځته کېدو سره به له یوه لوري د هېواد سوداګري وغوړیږي او له بل لوري به اقتصادي وده او خلکو ته به د تګ راتګ پر مهال ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.