خوراکي توکي؛ ارزښت او په دې برخه کې شوي پرمختګونه

gghde

لیکوال: امان‌‌الله حنیفي

سریزه

د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د پام وړ راټیټې او په بازار کې یو باثباته حالت رامنځته شوی و. حتی د ژمي په موسم کې هم دغه بیې لوړې نشوې او هېوادوال خوښ وو. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د خوراکي توکو بیې لوړې وې او هېوادوالو شکایت درلود، چې دوی یې د پېر توان نه لري. د ژمي په موسم کې به بیا دا حالت د زغم وړ نه و او ډېری خلکو به په ډېرې سختۍ سره د ورځې یوځل پوره خوړو ته لاسرسی درلود. خو د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال بیا دا هرڅه کنټرول وو، په بازار کې په پرېمانه کچه خوراکي توکي موجود وو، بیې یې ټیټې وې او هر چا یې د اخیستلو توان درلود، وخت په وخت د مسوولو امارتي ادارو له لوري په بازار کې د نرخونو څار کېده او په بشپړ ډول د احتکار او خپلسریو مخنیوی شوی و.

دا چې څنګه د افغانستان اسلامي امارت پر دې چاره وتوانېد؛ موږ په همدې مقاله کې پرې خبرې کوو.

هېواد ته د خوراکي توکو د وارداتو زیاتوالی

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم په لومړیو وختونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لاسه ورکولو سره جوخت په بازارونو کې د خوراکو کمښت له امله بیې دوه برابره زیاتې شوې. ان داسې چې د اوړو د یوې ۵۰ کلیویي بورۍ بیه له ۱۷۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته، د وریجو درې نیم منۍ بورۍ له ۲۲۰۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو او د ۱۶ لیتره غوړیو بیه چې مخکې ۱۶۰۰ افغانۍ وه، ۲۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوه. همدې ته ورته د نورو خوراکي توکو بیې هم ډېرې لوړې وختې.

د دې ستونزې اصلي لامل د افغانۍ د ارزښت بایللو ترڅنګ په بازارونو کې د خوراکي توکو کمښت او له بهر څخه یې د کافي وارداتو نشتون و. د اسلامي امارت په لومړیو کې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له افغانستان سره په ډاډه زړه سوداګري نشوی کولی. دوی تر ټولو زیات امنیت ته اندېښمن وو او نه یې غوښتل چې مالونو ته یې کوم خطر پېښ شي. خو هغه وخت چې دوی ډاډه شول چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت او کنټرول لري او له خپل لوري یې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې دوی ته کوم خطر نه پېښېږي او په افغانستان کې دننه د دوی د سیاسي استازولیو، سوداګریزو آتشو، سوداګرو او پانګوالو امنیت خوندي دی؛ بیا هماغه وو چې د سیمې ټول په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو اړیکو دوام ته را وګرځېدل او وضعیت ورځ تر بلې د عادي کېدو طرف ته روان شو.

د افغانستان؛ ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریز – ترانزیټي باور تر رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د صادراتو او وارداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپرو شوو ارقامو له مخې، د ۱۴۰۲ لمریز کال تر دویمې ربعې د رسمي ثبت شویو محصولي وارداتي توکو ارزښت تر ۱۹۹۶,۸میلیون ډالرو پورې رسېږي. د ۱۴۰۲ لمریز کال په دویمه ربعه کې د ۱۴۰۱ لمریز کال د دویمې ربعې په پرتله په ثبت شویو وارداتو کې ۱۶,۱سلنه له ۱۷۲۰,۰ میلیون امریکایي ډالرو څخــه، ۱۹۹۶,۸ میلیون امریکایي ډالرو ته زیاتوالی راغلی دی[1].

اسلامي امارت د خپل اقتصادي محوره بهرني سیاست په غوره کولو سره توانېدلی دی، چې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې پراخې کړي. افغانستان اوسمهال له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د پخوا په پرتله په زیاته کچه سوداګري لري او په دغه برخه کې د دواړو اړخونو ترمنځ ښه باور رامنځته او د پياوړي کولو لپاره یې هڅې دوام لري.

د احصايي او معلوماتي ملي اداره د خپرو شوو معلوماتو له مخې، افغانستان د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال ډېر واردات له چین، ایران، پاکستان، متحده عربي امارتو او هندوستان څخه درلودل، چې یوه مهمه برخه یې خوراکي توکي جوړوي. په دغو وارداتي خوراکي توکو کې اوړه، غنم، نباتي غوړي، وریجې، بوره، غوښه، او نور شامل دي چې په هېواد کې یې تر بل هرڅه مصرف زیات دی. په کافي اندازه هېواد ته د خوراکي توکو په وارداتو سره په بازار کې د احتکار مخنیوی وشو او بیې د پخوا په پرتله د پام وړ راټیټې شوې.

پر خوراکي توکو ګمرکي محصول کم شوی

د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د مخنیوي او کنټرول په موخه پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول په بې مخینې ډول راکم کړ. مالیې وزارت د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول له پنځوس څخه تر اویا سلنې پورې راښکته کړ، چې د همدې تخفیف په سبب د هېواد په بازارونو کې نرخونه نسبت د سیمې هېوادونو ته ډېر راښکته او یو ثابت حالت رامنځته شو[2]. ملي سوداګرو او هټیوالو د اسلامي امارت د دې اقدام هرکلی وکړ او دا یې د وارداتو د زیاتوالي، سوداګرۍ کچې زیاتېدو او له هېوادوالو سره د خواخوږۍ په برخه کې مهم او پر ځای اقدام یاد کړ.

له دې مخکې ملي سوداګرو او هټیوالو شکایتونه درلودل، چې د حکومت له لوري لوړ ګمرکي محصول او فساد د دې باعث شوي، چې د خوراکي توکو بیې ورسره لوړې شي. خو د اسلامي امارت په راتګ سره په ګمرکونو کې فساد صفر ته راټیټ او ګمرکي محصول هم د پام وړ راښکته شوی دی.

له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخېدل

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره سم له سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه زیاته شوې او په دې برخه کې د پخوا په پرتله ډېر زیاتوالی راغلی دی. دې موخې ته د رسېدو په پار د اسلامي امارت چارواکو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او د ټولو هغو خنډونو په لرې کولو او اسانتیاوو برابرولو یې ورسره خبرې وکړې، چې له مخې یې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراختیا موندلی شي.

په همدې موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي اقتصادي پلاوي د ۱۴۰۲ لمریز کال په جریان کې ایران ته رسمي سفر وکړ. دغه پلاوي له ایران لوري سره په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخو کې تفاهمنامې لاسلیک کړې. د دغه سفر پر مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتوالي او همدا راز د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه د چابهار بندر پر استفادې هم توافق وشو.

د همدغو توافقاتو په پایله کې د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحدي ګمرکونو کې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۲۴ ته زیات شو، ډېری اضافي وضع شوي فیسونه چې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ وو، له منځه یووړل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باروړونکو او ترانزیټي موټرونو په شمېر کې دوه برابره زیاتوالی راغی، پر ډېری اقلامو ځانګړې توګه خوراکي توکو ګمرکي محصول راکم کړل شو او دېته ورته ډېرو برخو کې ښه پرمختګونه رامنځته شول. د همدې پرمختګونو په پایله کې افغانستان په ارزانه بیه د ایران خوراکي توکو ته لاسرسی پيدا کړ، چې له امله یې د افغانستان په بازارونو کې بیې د پام وړ راښکته شوې.

همداسې په دې وروستیو کې لوړپوړو پلاوو ازبیکستان، قزاقستان او ترکمنستان ته سفرونه درلودل. د دغو سفرونو پر مهال د افغانستان او یادو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتوالي او ګډو همکاریو بحثونه وشول. ازبیکستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو له افغانستان سره د سوداګرۍ کچې زیاتوالي ته لېوالتیا وښوده او په بېلابېلو برخو کې یې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړې. اوسمهال له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه په ځانګړې توګه د خوراکي توکو واردات د پام وړ زیات شوي، چې له امله یې په بازارونو کې د خوراکو توکو بیو ثابت حالت غوره کړی.

له ګاونډیو هېوادونو سره د نفتي توکو په برخه کې هم توافقات رامنځته شوي. اوسمهال افغانستان له ایران، ترکمنستان او روسیې څخه په مناسبه بیه د خپلې اړتیا وړ نفتي توکي واردوي. پر دې سربېره په هېواد کې دننه له آمو نفتي حوزې څخه هم د نفتو استخراج پيل شوی دی. اوسمهال په آمو نفتي حوزه کې له ۲۳ څاګانو څخه په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنه استخراج کېږي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به ۲۴ نور څاګان هم فعال شي، چې په ورځني ډول به د استخراج اندازه ۳۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. په هېواد کې دننه د نفتو استخراج د ډیزلو او پطرولو پر بیو مستقیم اغېز کړی، چې د پخوا په پرتله یې اوسمهال بیې ټیټې دي، چې دې چارې د سوداګریزو مالونو کرایې د پام وړ راښکته کړې دي. د کرایو کموالی مستقیم د توکو پر بیو تاثیر لري، چې په راکمېدو سره یې د خوراکي او نورو توکو بیې هم راکمې شوې دي. د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزو ته مناسبې حللارې پيدا شوې او د لویو لارو امنیت خوندي شوی. همدا راز د خوراکي توکو د بیو د کنټرول او خپلسریو د مخنیوي په اړه د ښاروالیو له لوري نرخنامې جوړې شوې او په بازار کې یې د تطبیق کلک نظارت کېږي، چې دې چارې فوق‌العاده ښې لاسته راوړنې درلودې.

د کرنې سکټور ته پاملرنه

د افغانستان اسلامي امارت د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د اوړو او غنمو په برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت بند کړی او ټولو بزګرانو ته یې توصیه کړې چې پر خپلو ځمکو غنم، وریجې او نور بېلابېل کرنیز توکي وکري. د اسلامي امارت له لوري د دې ګام په اخیستو سره د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په افغانستان کې د غنمو او وریجو حاصلات د پام وړ زیات شوي، چې له مخې یې په بازارونو کې د اوړو او وریجو بیې د پام وړ راټیټې شوې دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي. دغه وزارت وايي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه شاوخوا ۴.۳۵ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او ۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.[3]

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې او یوازې درېیمې برخې اړتیا پوره کولو لپاره موږ له بهر څخه وارداتو ته اړتیا لرو. همدا چې په کور دننه د غنمو کښت ته توجې زیاته شوې او په نتیجه کې یې زموږ د اړتیا ډېر وړ غنم او اوړه لاسته راغلي، دې اقدام له بهر څخه د وارد شوو غنمو او اوړو بیې د پام وړ راټیټې کړې دي. د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو د تولید د زیاتوالي لاملونه د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه په ګوته کړي دي.

اسلامي امارت د غلودانو او حبوباتو د حاصلاتو د زیاتوالي په خاطر پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل، بزګرانو ته یې کرنیزې ځمکې د لنډ او اوږدمهال لپاره په اجاره ورکړې او د طبیعي آفتونو د مخنیوي په موخه یې پر هغوی درمل ووېشل. له هېواد څخه د کرنیزو محصولاتو د قاچاق مخنیوی شوی، اضافي کرنیز محصولات د اسلامي امارت له لوري په امارتي سیلوګانو او ذخیره‌ځایونو کې ساتل شوي او له اړتیا سره سم بازار ته وړاندې شوي. پرته له شکه چې د دې ګامونو په اخیستو سره د کرنیزو حاصلاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له مخې یې په بازارونو کې بیې کنټرول شوې دي.

د اقتصادي ودې او د خوراکي توکو په برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړ شوی دی. د خصوصي سکټور د ودې او فعالیت پر وړاندې ټولې هغه شته ستونزې له منځه تللې چې د دوی پر فعالیت یې منفي اغېز درلود. د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان نږدې د ۶۰ بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې خودکفایۍ ته رسېدلی چې دا خپله د بیو په کنټرول کې اساسي رول لوبوي.

پایله

د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکي بیې د پخوا په پرتله ټیټې وې او هېوادوالو یې د اخیستلو توان درلود. د دې موخې ترلاسه کولو په پار اسلامي امارت هېواد ته پر ټولو واردېدونکو خوراکي توکو وضعه شوی ګمرکي محصول د پام وړ راښکته کړ، چې دې چارې د سوداګرۍ پر پراختیا او د بیو پر کنټرول د پام وړ مثبت اغېز درلود.

له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو تمرکز زیات شو، چې له امله یې افغانستان د ازبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران محصولاتو ته اسانه لاسرسی درلود او د پخوا په پرتله یې څو برابره په ارزانه بیه هېواد ته وارد او خلکو ته عرضه کړل.

 همدارنګه د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه د هېواد دننه د غلو دانو او حبوباتو تولید او کښت ته ځانګړې پاملرنه وشوه، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د غنمو، وریجو، او نورو بېلابېلو کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. له هېواد څخه د کرنیزو محصولاتو د قاچاق مخنیوی وشو، چې دې کار هم د بیو په کنټرول کې اساسي رول ادا کړ. د کرنیو محصولاتو د ساتلو لپاره اسلامي امارت د یو منظم پروګرام له مخې امارتي سیلوګانې او ذخیره‌ځایونه ځانګړي کړل، چې په وخت او د بازار اړتیا ته په کتو یې توکي وړاندې کړل. دې چارې هم د بیو په کنټرول تاثیر درلود.

په ټوله کې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د خوراکي توکو بیې ټیټې وي او هېوادوال خوښ وو، چې د پېر وس او توان یې لري.