په مختلفو سکټورونو کې پرانیستل شویو پروژو ته کتنه

په مختلفو سکټورونو کې پرانیستل شویو پروژو ته کتنه1-03

لیکوال: فضل شیراني

سریزه

د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د شاوخوا ۶۰ مېلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۷پروژې پرانیستل شوې. دا پروژې د اوبو مدیریت، برېښنا، زیربنا او صنعت په سکټورونو کې دي. دا هغه سکټورونه دي چې په پرمختګ او رغولو سره به یې د هېواد اقتصادي وده ګړندۍ شي. موږ او تاسو ته معلومه ده چې افغانستان پرېمانه اوبه لري او نن سبا اوبه له تېلو هم ارزښتناکه او مهمه ماده، ځکه د تېلو بدیل پیدا کېدای شي، خو د اوبو بدیل پیدا کول ستونزمن څه چې ناممکن دي. دغه راز د برېښنا کمی د افغانستان لویه او دوامداره ستونزه ده، چې تر دې دمه یې هېڅ حکومت پر حل نه دی بریالی شوی، سره له دې چې افغانستان د بشري ځواک، طبیعي زېرمو او سرچینو، کانونو او ځنګلونو له اړخه یو غني هېواد دی او له دې هر څه نه د صنعت په برخه کې پوره ګټه پورته کېدای شي؛ خو د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو په بهیر کې د نورو زېربناوو په څېر دا برخه هم اغېزمنه شوې ده او زیاتره زېربناوې ورانې ویجاړې شوې دي.

خو کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد له هغې را په دې خوا د اوبو د مدیریت، برېښنا د تولید، سړکونو او لویو لارو جوړولو او د صنعت د ودې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي او په دې برخو کې یو زیات شمېر پروژې پلان، ځینې خو یې پلې او یو شمېر نورې یې د عملي کېدو په حال کې دي. په دې لیکنه کې موږ د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړېو دوو میاشتو کې د هغو پروژو په اړه خبرې کوو چې پرانیستل شوې او عملي چارې یې پیل شوې دي.

د اوبو مدیریت

افغانستان د روانو اوبو پرېمانه سرچینې او زېرمې لري چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې د ګټې اخیستنې له پاره باید په ښه ډول مدیریت شي، ځکه اوبه نه یوازې د ژوندانه له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، بلکې د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او بهرنیو سیاستونو هم ښکاره اغېزې لري.انسانان په خپل بشري تاریخ کې تل د اوبو د پیدا کولو په لټه کې وو او هڅه یې کړې چې د اوبو زېرمې په واک کې ولري او په هغو ځایونو او سیمو کې ژوند وکړي چې ترڅنګ یې چینې، رودونه، سیندونه او سمندرونه وي. اوس چې افغانستان له دې طبیعي نعمت څخه برخمن دی، نو په کار ده چې له دې سرچینې څخه پوره ګټه پورته او په سم ډول مدیریت شي. اسلامي امارت همدې ټکي ته په کتو هڅه کوي چې د هېواد اوبه مهار او مدیریت کړي. د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو په تیره بیا د اوبو مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو بندونو په اړه څېړنې پیل کړې چې چارې یې نیمګړې پاتې دي او د پاشدان بند د پاتې چارو پیل یې یوه ښه بېلګه ده. د پاشدان بند پروژې په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، شاوخوا ۵۴ مېلیونه مترمکعب اوبه به ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي. په افغانستان کې د بندونو جوړولو اړتیا د لاندې څو عواملو له کبله ډېره زیاته ده. لومړی زموږ هېواد د کرنې له پاره پراخې ځمکې لري، خو له دې ټولو څخه یوازې شاوخوا ۵.۳۲۴ مېلیونه هکتاره ځمکه کرل کېږي او پاتې هغه سپینه پرته ده یانې کښت نه پکې کېږي. بله دا چې موږ د بندونو جوړولو ته اړتیا لرو هغه داده چې د بندونو په جوړولو او د اوبو په مهارولو سره به موږ تر یوه برېده پر دې وتوانېږو چې د طبیعي پیښو مخه ونیسو. هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راځي چې له امله یې نه یوازې خلکو ته مالي او ځاني زیان اوړي، بلکې له ځان سره ډېری کروندې هم ویجاړوي، د بندونو په جوړولو سره به د طبیعي افتونو مخه هم نیول شوې وي. اسلامي امارت همدې ټکو ته په کتو وپتېیله چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

انرژۍ سکټور

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د برېښنا د تولید له پاره پراخې سرچینې لري. اوسمهال د برېښنا د تولید یوه مهمه سرچینه لمر دی. افغانستان له لمر څخه د شاوخوا ۲۲۳ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي. خو په افغانستان کې له دغې سرچینې په کمه پیمانه ګټه اخیستل شوې ده. په دې برخه کې داسې ګامونه نه دي پورته شوي چې وکولای شي، افغانستان د برېښنا له پلوه ځان بسیاینې ته ورسوي. خو اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي او هڅه کوي چې په هېواد کې د برېښنا ستونزه هواره کړي. د روان لمریز کال د حمل میاشتې په پنځمه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او د ساختماني چارو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټي سنګي ساحه کې د سوداګریز مارکېټ او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول دي. انرژي په ځانګړي ډول برېښنا د اقتصادي ودې له پاره مهم عنصر بلل کېږي. افغانستان د برېښنا د تولید له پاره پرېمانه اوبه، تېل او ګاز، د ډبرو سکاره او ترڅنګ یې بل الهي نعمت لمر هم شته چې کولای شي برېښنايي انرژي تولید کړي. برېښنا د یوه هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري. دغه راز برېښنا نن سبا د بل هر مصرفي توکي په پرتله ډېر اهمیت لري. دا ځکه چې د کورونو له رڼا کولو نیولې بیا د صنعتي فابریکو تر تولید، اطلاعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو پورې هر څه د برېښنايي انرژۍ پر مټ مخ ته ځي. نو ځکه خو اسلامي امارت په کور دننه او ددې برخې له طبیعي سرچینو څخه د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړی او غواړي افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیا کړي.

ترانسپورت سکټور

ترانسپورت سکټور یو له هغو مهمو سکټورونو څخه دی چې په هر عصر کې یې د ملتونو د اقتصادي ودې او په بېلا بېلو ټولنو کې د خلکو د ټولنیزې هوساینې په برخه کې رغنده رول لوبولی دی. نن سبا د ترانسپورت بېلا بېل سیستمونه شته لکه ځمکنی ترانسپورت، د اوسپنې پټلۍ، بحري او هوايي ترانسپورت. دا ډول ترانسپورت د وګړو او بېلا بېلو سوداګریزو توکو د لېږد له پاره کارول کیږي. ددې له پاره چې د ترانسپورت سکټور وده وکړي او هېواد پرمختګ وکړي، نو په کار ده چې لویې لارې او سړکونه په معیاري ډول ورغول شي. د دې برخې له رغونې او جوړونې پرته د یوه هېواد پرمختګ او ترقي امکان نه لري. ددې سکټور د پرمختګ له پاره اسلامي امارت د لویو لارو او په ښارونو کې دننه سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي. په دې لړ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د ترانسپورت سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرله‌پسې مجلسونه دوام لري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې مو د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته وکړه. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي. دغه راز د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د خیرخانې کوتل سړک دوهمه برخه، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې. دغه پروژې ویالې، پلې لارې، ګلدانونه، برېښنا، تمځایونه، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم لري، چې مالي لګښت یې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي. له دې څخه معلومه شوه چې اسلامي امارت ته د ترانسپورټ سکټور زیاته اهمیت لري او همدا لامل دی چې د لویو او په ښارونو کې د ترانسپورتي ستونزو راکمولو په موخه سړکونه رغوي. په ننني اقتصاد کې ترانسپورت سکټور ته ځانګړې پاملرنه کیږي او هڅه داده چې دا سکټور پرمختګ وکړي. تر هغې چې د ترانسپورت سکټور په معیار برابر نه شي، تر هغې سوداګریزې او نورې اقتصادي چارې سمې پرمخ نه ځي. په کار داده چې ددې سکټور له پاره اړینې برخې ورغول شي. اسلامي امارت په همدې موخه د لویو لارو او سړکونو رغولو ته مخه کړې ده چې ښې بطلګې یې د هرات- غور سړک او د کابل ښار سړکونو جوړول دي. په دې سره به په ښارونو کې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د لویو لارو په رغولو سره به زموږ سوداګري پراختیا پیدا او د ترانزیټ له پاره به زمینه برابره شي. ددې چارو په ترسره کېدو سره به د هېواد اقتصاد د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي.

صنعت سکټور

افغانستان د صنعت په برخه کې اوږده مخینه لري. زرګونه کاله وړاندې په لرغوني باختر کې صنعتګرو له سرو او سپینو زرو، مسو او اوسپنې څخه رنګارنګ ښایسته ګاڼې جوړولې. دا راز له سرو او سپینو زرو د کمربندونو، د اسانو نعلونو، د غالۍ اوبدلو، وړینو جامو، ټغر، پوستینچو، قره قل، میسي او خاورینو لوښو جوړول، هغه بېلابېل صنعتونه دي چې افغانانو لوی لاس پکې درلود او دې ټولو د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهمه ونډه لرله؛ خو په دغو ټولو تاریخي پړاوونو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره د ناامنیو، کورنیو جګړو او بهرنیو استعمارګرو د یرغلونو له کبله اغېزمن شوی دی. اسلامي امارت په راتګ سره د صنعت اهمیت ته په کتو ددې سکټور د پیاوړتیا او پرمختګ له پاره ګامونه پورته شوي دي او تر یوه بریده په دې برخه کې پرمختګ شوی دی. دا مهال د هېواد په سترو ښارونو کې تولیدي فابریکې فعالې شوې او ځینې یې نوې جوړې شوې او تولیدات کوي. د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل میاشتې په پنځمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم او درېیم فازونه چې ۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې، پرانیستل شول. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له صنعت‌کارانو او پانګوالو وغوښتل، چې په داسې مهمو سکټورونو کې دې پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې دې خپل مسوولیت اداء کړي. دغه راز په هرات ولایت کې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د درملو جوړولو دوې فابریکې او د غیر الکولي مشروباتو یوه فابریکه پرانیستل شوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د صنعتي کېدو په لور خپل مزل پيل کړی دی. دا د صنعت په برخه کې یو ستر ګام دی. په دې سره به هېواد د صنعتي کېدو په لور ولاړ شي. تر هغې چې د یوه هېواد صنعت پرمختګ ونه کړي، هېواد د ترقۍ په لور نه شي تللی. بله دا چې ددې فابریکو په فعالیدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او د ملي اقتصاد په پرمختګ کې به رغنده رول ولوبوي.

زېربناوې

 کله چې په افغانستان کې تحول راغی او اسلامي امارت واک ته ورسېد، داسې انګیرل کېده چې ګني اسلامي امارت به د نړیوالو بندیزونو او په هېواد کې دننه د شته اقتصادي ننګونو له امله د هېواد د بیارغونې او اقتصادي ټیکاو رامنځته کولو جوګه نه وي. خو دا اټکل ځکه ناسم وخوت چې اسلامي امارت له دې ستونزو سره سره پر دې بریالی شو چې نوې او هغه پروژې عملي کړي چې کارونه یې نیمګړي پاتې و. اسلامي امارت له درېیو کلونو په کمه موده کې پر دې وتوانید چې د کورنیو عوایدو پر مټ زېربنايي پروژې پیل او ځینې یې پای ته ورسوي. لامل یې دا دی چې لومړی خو اسلامي امارت د هېواد جوړولو کلک هوډ کړی، دوهم بشپړ امنیت یې راوستی او درېیم دا چې په هېواد کې اداري فساد نشته او په چارو کې روڼتیا رامنځته شوې ده. په همدې موخه یو شمېر هېوادونو په زېربنايي پروژو کې پانګونې ته زړه ښه کړ او کارونه یې پیل کړل. په همدې لړ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۹مه نېټه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. محترم ملا صاحب د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پيل د هېواد د آبادۍ په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړ او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربناوو تر څنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لومړي فاز دوهمه برخه او یوشمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ودانیزو پروژو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده. د نېله باغ هستوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لګښت پرې راځي. په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ هستوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د جوړېدو چارې به یې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.

پایله

افغانستان د برېښنا د تولید، صنعت د پرمختګ د زېربناوو جوړولو او ترانسپورت د معیاري کولو او د خپلو اوبو په ښه ډول مدیریت له پاره هم سرچینې لري او هم فرصت. افغانستان پرېمانه روانې اوبه او د برېښنا د تولید له پاره سرچینې لري؛ خو په هېواد کې د څو لسیزو جګړو او زموږ پر هېواد د بهرنیو یرغلګرو د یرغلونو له امله افغانان نه دي توانېدلي، چې له خپلو دې سرچینو څخه د برېښنا په تولید کې ګټه واخلي. لا هم برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او اوبه یې پرته له دې چې د کرنې په برخه کې ترې ګټه پورته شي، ورسره اقتصاد پرمختګ وکړي، بې ګټې روانې دي. لمر هم د برېښنا د تولید له پاره شته خو موږ ترې د نورې نړۍ په څېر ګټه نه ده پورته کړې. زېربناوې، صنعت او ترانسپورت نورې هغه برخې دي چې کولای شي د هېواد په اقتصادي ټیکاو کې مرسته وکړي. نو په کار ده چې دې ټولو ته پوره پاملرنه وشي او ورسره هېواد پرمختګ وکړي. اسلامي امارت په همدې خاطر چې افغانستان په هره برخه کې په خپلو پښو ودروي، ددې برخو د پرمختګ له پاره یې مټې را بډ وهلې دي. دا پورتنۍ پروژې چې پرانیستل شوې موخه یې داده چې په دې سکټورونو کې پرمختګونه رامنځته او افغانستان په اقتصادي لحاظ پیاوړی شي.