په ملي اقتصاد کې د بدیلو سوداګریزو لارو ارزښت ته کتنه

د بدیلو سوداګریزو لارو ارزښت ته کتنه1-02-02

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د هېواد د پرمختګ له پاره د ترانزیټ زیربناوو لکه، لویو لارو، سړکونو، رېل پټلۍ، هوایي دهلیزونو او هوايي ډګرونو ته زیاته اړتیا ده. د پورته ترانزیټي او مواصلاتي زیربناوو له رغونې او جوړونې پرته د یوه هېواد پرمختګ او ترقي امکان نه لري. همدارنګه، داسې زیربناوې رامنځته کول په هېواد کې ثبات، زیاتې پانګونې، کارپوهانو، مدیرانو، ښې دولتي پلانګذارۍ او نورو ته اړتیا لري. که په یوه هېواد کې دا کارونه سم مدیریت او سم پرمخ ولاړ شي؛ نو د هغه هېواد په اقتصادي وده کې زیات رول لري.

ځمکنۍ لویې لارې

د ورېښمو لویه لار: د ورېښمو لار شاوخوا ۱۱۴ کاله له میلاد څخه وړاندې د سوداګرۍ له پاره د یوې ډاډمنې لارې په توګه جوړه شوه، دغه لار ختیځه، لویدیځه او سویلي اسیا، د افریقا شمال له ختیځې اروپا سره نښلوي. په ۲۰۱۳ز کال کې «شي جینپینګ» داسې مهال د چین ولسمشر شو چې د دې هېواد اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه وه. له دغه وضعیت څخه د چین د ایستلو لپاره شي جینپینګ له ځان سره د لویو اقتصادي پروژو طرحې درلودې او د عملي کولو لپاره یې مهم ګامونه پورته کړل. په دې پروژو کې یوه هم د ورېښمو لارې د بیا جوړونې طرحه وه. د دې طرحې پر بنسټ د ورېښمو نوې لار دوه مسیره لري، چې یو یې د اوبو او بل یې د وچې دی. دغه لار کولای شي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له سویلي اسیا او ختیځه او لویدیځه اسیا له اروپا سره ونښلوي. دا پروژه نه یواځې اقتصادي ګټې لري، بلکې فرهنګي او ټولنیزو اړیکو ته هم وده ورکوي. افغانستان چې د ورېښمو لرغونې لارې یو مهم غړی و، د نوې لارې په طرحه کې د ځایېدو په موخه یې په ۲۰۱۶ز کال کې له چینایي لوري سره د «یو کمربند او یوه لار» هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس یې یو ځل بیا د دې تاریخي او مهمې سوداګریزې لارې د زنځیر کړۍ شو. د یو کمر بند او یوې لارې پروژه کې په ګډون سره به افغانستان ددې فرصت پیدا کړي چې پر اسیا سربیره اروپا ته هم لار ومومي او خپل محصولات په کم لګښت ددې هېوادونو تر بازارونو ورسوي.

لاجوردو لویه لار: کله چې دا تاریخي سوداګریزه لاره ویجاړه شوه، نو افغانستان ته ډېری صادرات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کېدل، چې نسبتا اوږده او غیر مصئونه لاره بلل کېږي. د لاجوردو لار چې د کراچۍ  له بندر پرته افغانستان له اروپا، منځني ختیځ، افریقا، بالکان او ترکېې سره نښلوي. افغانستان هم کولای شي له دې لارې لومړی له بحر سره ونښلي او بیا کولای شي له دې لارې خپله سوداګري پراخه او اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

واخان د هلېز: د واخان دهلېز په افغانستان کې یوه تنګه دره ده چې د چین سینکیانګ سیمې ته غځیدلې ده او د تاجکستان د ګورنو- بدخشان سیمه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر له ګلګت بلتستان  سیمې څخه جلا کوي. د دې درې اوږدوالی شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره او پلنوالی یې له ۱۳څخه تر ۶۵ کیلومترو پورې رسېږي. د واخان دهلېز په ۱۹پېړۍ کې د انګریزانو او روسانو ترمنځ د سیالۍ او رقابت په پایله کې رامنځته شو او د دواړو امپراتوریو ترمنځ د بفر زون په توګه پېژندل کېده. د سوداګرۍ او سیمهییز اتصال له پلوه دغه دهلېز د سیمې او منطقې د هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. اسلامي امارت دې ټکي ته په پاملرنې سره هڅه پیل کړې ده چې دغه مهم دهلېز جوړ او خپله سوداګري پراخه کړي.

چابهار بندر: د افغانستان له انزوا څخه د وتو په موخه باید د منطقوي سازمانونو، منطقوي اقتصاد، نړیوالو اوبو ته د لار موندنې، په بهرني تجارت کې د کسر د له منځه وړلو او له راز راز سیاسي فشارونو د خلاصون لپاره لارې ولټوي. په دې کې یو هم د تجارت او اقتصادي راکړې ورکړې لپاره د امکاناتو لټول دي. په دې امکاناتو کې یو هم د چابهار بندر دی.  دغه بندر دایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعیت لري او د عربو سمندر له لارې له هند سره نښلي.

هوايي دهلېزونه

کابل- شانګهايي هوايي دهلېز: اوسمهال د هېواد د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا له پاره هوايي دهلېزونه ډېر مهم دي او د هوايي دهلېزونو په جوړېدو سره به د افغانستان اقتصاد د یو شمېر هېوادونو له برمتې وژغورل شي. د هوايي دهلېزونو په جوړېدو سره به صادراتي توکي پروخت انتقال او ددې ترڅنګ به د ځینو محصولاتو لکه تازه میوې او نورو طبي بوټو له منځه تلو مخه هم ونیول شي. اسلامي امارت همدې ټکي ته په پاملرنې سره هڅه کړې ده چې هوايي دهلېزونه رامنځته کړي. په دې هوايي دهلېزونو کې یو هم د کابل- شانګهايي هوايي دهلېز دی.

رېل پټلۍ

د افغانستان اسلامي امارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د رېل پټلۍ برخې ته پوره پام ور اړولی دی او په دې برخه کې یې ځینې پروژې پلې او د ځینو له پاره یې پلانونه چمتو کړي دي. کله چې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان د سیمې او بیا له نړۍ سره ونښلول شي، نو بیا دا ډاډ شته چې د افغانستان سوداګري به پراختیا وکړي او ترڅنګ به یې اقتصادي وده رامنځته شي.

خواف- هرات رېل پټلۍ: د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ پروژه د پنځو هېوادونو د رېل پټلۍ دهلېز  برخه ده. دغه رېل پټلۍ به د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین څخه تیرېږي. د خواف- هرات رېل پټلۍ ټول اوږدوالی ۲۲۵کیلومتره دی چې له دې جملې یې ۱۴۰ کیلومتره په افغانستان او پاتې ۸۵کیلومتره یې په ایران کې غځېدلې ده.

  1. د سرحد آباد – تورغنډۍ رېل پټلۍ: دا د اورګاډي لومړۍ پټلۍ ده چې د پخواني شوروي لخوا جوړه شوې وه. د اورګاډي دغه رېل پټلۍ د لس کیلومتره په اوږدوالي د ترکمنستان سرحد آباد ښار د افغانستان له تورغونډۍ سره نښلوي. دا کرښه په ۲۰۰۷ کې بيارغول شوې او اوس هم کارول کېږي.
  2. د ترمز – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ: د ترمز – حیرتان رېل پټلۍ هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي له خوا جوړه شوې وه. دا کرښه د ازبیکستان ترمز ښار، د دوستۍ پله له لارې د افغانستان له بندري ښار حیرتان سره نښلوي. د دغې اورګاډي د پټلۍ د پراختیا کار چې له حیرتان څخه تر مزارشریف ښار پورې و، په ۲۰۱۰ کال کې بشپړ شو.

افغان- ټرانس رېل پټلۍ: د افغان- ټرانس رېل پټلۍ ۷۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۳ د اورګاډي پلونه او ۳ سټېشنونه به ولري او د یادې پروژې د جوړولو اټکل شوې بودیجه ۴،۸ میلیارده ډالره ښودل شوې ده. د افغان- ټرانس رېل پټلۍ پروژه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د ازبیکستان لخوا وړاندیز شوې وه، موخه یې دا وه چې د افغانستان د اورګاډي شبکه له مزارشریف څخه کابل او بیا ننګرهار ولایت ته وغځوي، چې دا پټلۍ به له تورخم تېرېږي او د پېښور له لارې به پاکستان ته داخلېږي.

بدیلې سوداګریزې لارې او په ملي اقتصاد یې اغېزې

د ورېښمو لار، لاجوردو لار، واخان دهلېز، هوايي دهلېزونه او رېل پټلۍ هغه څه دي چې کولای شي افغانستان له اسیا، اروپا او افریقا سره ونښلوي او د دغو لويو وچو د هېوادونو اقتصاد به وغوړوي او ګټې به یې شریکې کړي. په وچه کې ایسار افغانستان د آسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی. بدیلې لارې به د افغانستان له پاره له ځان سره زیاتې اقتصادي ګټې ولري او  افغانستان به د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلور لارې بدل شي. د بدیلو لارو په موندلو او رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولای شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي. بله دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره خلک یې کرنه بوخت دي، ددې لارو په جوړېدو به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مارکېټ له نړیوالو مارکېټونو سره ونښلول شي. دا بیا دوې ګټې لري له یوه لوري به سوداګري پراختیا ومومي او له بل لوري به د افغان بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي. د حکومت له پاره به ددې زمینه برابره شي چې د مالیاتو په اخیستلو سره د افغانستان د حکومت د عوایدو کچه لوړه کړي.

پایله

که اسلامي امارت غواړي چې هېواد د اسیا لویې وچې په څلور لارې بدل، ځان د اروپا او افریقا له لویو وچو سره ونښلوي او له دې پلوه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا له پاره ګټه پورته کړي، نو پورته یادې بدیلې سوداګریزې لارې باید ورغوي. دا مواصلاتي لارې زیات امکاناتو او بودیجې ته اړتیا لري، خو اسلامي امارت سره له دې هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي. که چېرې دا لارې په بشپړ ډول ورغول شي، نو بیا په دې کې شک نه پاتې کېږي چې افغانستان به د اقتصاد له پلوه پر ځان متکي او هم به په نړیوال سټېج د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر خپل موقف ژوندی کړي.