په ملي اقتصاد کې د صادراتو ارزښت ته ځغلنده کتنه

jgdf3242

لیکوال: امان‌الله حنیفي

سریزه

د یو هېواد د اقتصاد تر ټولو مهمه برخه پر سوداګرۍ ولاړه ده او له همدې امله حکومتونو د سوداګرۍ پراختیا او په دغه برخه کې د ټولو لازمو سهولتونو رامنځته کولو ته تر نورو برخو ډېر پام کړی دی. ټول هېوادونه د خپلو نسبي اړتیاوو د تأمین په موخه له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړوي او دا اړیکې او مناسبات د تولید شوو توکو د صادراتو او وارداتو له مخې ټینګېږي.

د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي چې د خپلې اقتصادي ودې د چکټیا په موخه د سوداګرۍ په سکټور کې زیاته توجه صادراتو ته وکړي، ځکه د صادراتو پر مټ خپلې اړتیاوې تر ډېرې سلنې په کور دننه په ارزانه بیه پوره کېږي، بهرنۍ پانګونه جذبېږي، داخلي صنعت وده کوي او خلکو ته بې شمېره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

دا چې د یو هېواد په اقتصادي وده کې صادرات څومره ارزښت لري، موږ په دغه مقاله کې پرې لنډې خبرې کوو.

اقتصادي وده

اقتصادي وده د یو هېواد د تولید کچه ښيي. کله چې د اقتصادي ودې په اړه خبرې کوو، زموږ ټوله توجه د یو هېواد تولیداتو ته اوړي. د اقتصادي ودې د رامنځته کېدو او د دغه بهیر د ګړندۍ ودې تر ټولو مهمه او اساسي لار د کورنیو تولیداتو اندازه او امکانات دي. یا داسې هم ویلی شو کله چې د ناخالص کورني تولید کچه زیاتېږي، موږ پوهېږو چې اقتصادي وده مخ په ښه کېدو ده.  اقتصادي وده د ملي ناخالص تولید (GNP) او کورني ناخالص تولید(GDP) پر بنسټ اندازه کېږي او یا هم اقتصادي وده د یو هېواد دننه د تولید زیاتوالی ښيي .

هرڅومره چې د یو هېواد دننه د تولیداتو اندازه زیاتېږي او په دغه برخه کې اړین سهولتونه رامنځته کېږي، په هماغه اندازه یې اقتصادي وده ګړندی پرمختګ کولی شي، چې په مجموع کې بیا د اقتصادي ودې پرمختګ د عامو خلکو پر ژوند هم مستقیم اغېز لري.

صادرات

صادرات اصل کې له مبدا ځای څخه خپل ټاکل شوي موقعیت ته د کالیو او توکو لېږلو ته وايي. د صادراتو تعریف داسې هم کولی شو چې د هېواد دننه او یا هم له هېواد څخه بهر د موجوده قوانینو او اصولو په رڼا کې د خوراکي توکو، درملو، صنعتي تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او په مختلفو برخو کې د کالیو او توکو لېږلو ته صادرات وايي. له صادراتو څخه هدف د هغو توکو او محصولاتو تولید او ترتیب دی، چې په یو هېواد کې تولید او په بل هېواد کې پر پېرودونکو پلورل کېږي. صادرات له وارداتو سره یوځای نړیواله سوداګري رامنځته کوي. یا په بل عبارت، صادرات د نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه برخه ده چې له وارداتو سره یوځای د یو هېواد د سوداګرۍ موازنه جوړوي. صادرات په نړیواله سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته کوي او پر دې سربېره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تولید او ګټې په زیاتولو او همدار راز د کورنيو اقتصادي فعالیتونو په ګړندي کولو کې اساسي رول لوبوي .

 صادرات د یو هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دي، ځکه چې ډېرو خلکو او مصرفي مارکېټونو ته خپل تولیدات وړاندې کوي. نن ورځ په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د بهرني سیاست یوه مهمه برخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د صادراتو او وارداتو هڅونه ده.

په ملي اقتصاد کې د صادراتو ارزښت

په ډېری هېوادونو کې د صادراتو پرمختګ د اقتصادي ودې اصلي محور جوړوي او په دغه برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول او ترې کلک ملاتړ د صادراتو د زیاتوالي لامل ګرځي. په نړیوالو مارکېټونو په ځانګړې توګه سوداګریزو راکړو ورکړو کې د هغو هېوادونو حضور او نقش خورا ارزښتناک او قوي دی چې تر نورو ډېر صادرات لري. هغه هېوادونه چې له خپلې اړتیا زیات توکي تولید او بهرنیو بازارونو ته یې لېږي، متوازنې سوداګرۍ ته رسېږي او په یو وخت کې د مختلفو لورو سوداګریز اعتماد راخپلوي. څو سوداګریزو بازارونو ته د لاسرسي تر ټولو لویه ګټه دا ده چې د یو بازار د ټکني کېدو په صورت کې خپلې اړتیاوې له بل بازار څخه پوره کېږي او دا چاره د پېر او پلور پر توان کومه ناوړه اغېز نه کوي.

د متوازنې سوداګرۍ پر مټ په یو وخت کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ تعادل ساتل کېږي او دغه تعادل د یو پایدار اقتصاد استازولي کوي. کله چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ تعادل له منځه لاړ شي، د هېواد په سوداګرۍ کې لوی کسر رامنځته کېږي چې دا کسر بیا د اقتصادي ودې پر وړاندې لوی خنډ ګرځي. صادرات د دغه توازن په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي .

کورني تولیدات او نړیوالو رقابتي بازارونو ته د هغه وړاندې کول هېوادونو ته اقتصادي خپلواکي وربښي. په نړیوالو بازارونو کې د یو هېواد تولید شوي توکي د اقتصادي ودې تر ټولو مهم عوامل بلل کېږي. د یو هېواد له مهمو صادراتي توکو دقیقه پېژندنه کولی شي دا مرسته وکړي چې یو هېواد په زیاته کچه صادرات ولري. لکه ښه بېلګه یې په افغانستان کې وچې او تازه میوې، زعفران او همدا راز افغاني غالۍ دي چې په نړیواله کچه ښه پېرودونکي لري. که چېرې د دغو توکو صادرات زیاتېږي، له شکه پرته چې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګېږي او د دغو اړیکو په پایله کې اقتصادي وده رامنځته کېږي.

د صادراتو د پراختیا په صورت کې کورني تولیدوونکي د تولید د ډېرولو له لارې د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکموي او په دې کار سره په نړیوال بازار کې زیاته ګټه ترلاسه کوي . څومره چې په نړیوالو بازارونو کې د صادراتو پر مټ ښه موقف ترلاسه شي، په هماغه اندازه د بهرنۍ پانګونې د جذب فرصتونه هم زیاتېږي. د صادراتو د زیاتوالي په صورت کې یو هېواد د صنعت او تولید له سنتي مرحلې راوځي، نورو هېوادونو ته د صادراتو پر مهال د هغوی له تجربو ګټه اخلي او پر ځای یې په هېواد کې صنعتي او ټولنیز بدلون رامنځته کېږي.

د صادراتو د زیاتوالي پر مهال ډېر کاري فرصتونه رامنځته کېږي، د ټولنې بېلابېل قشرونه پر کار مصروفېږي او د سړي سر کلني عاید کې زیاتوالی راځي. هرڅومره چې په یوه ټولنه کې د سړي سر کلنی عاید زیات وي، هومره د خلکو د ژوند سطحه لوړېږي، چې دا خپله د اقتصادي ودې په چټک بهیر کې مهم رول ادا کوي.

په مجموع کې ویلی شو چې صادرات د یو هېواد په اقتصادي وده کې تر ټولو مهم رول لوبوي او پر دې سربېره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د سوداګرۍ پر بېلانس مثبت اغېز لري. د دې له پاره چې یو هېواد په چټکۍ سره اقتصادي وده پيل کړي، باید د سوداګرۍ په بېلانس کې یې صادرات له وارداتو زیات وي.

پایله

په نننۍ نړۍ کې هر هېواد خپلې اړتیاوې د سوداګرۍ له لارې پوره کوي، هرڅومره یې چې د سوداګرۍ کچه او حلقه پراخه وي، په هماغه اندازه په کم لګښت او اسانه ډول د خپلې اړتیا وړ توکي اخیستلی شي. سوداګري بیا د صادراتو او وارداتو مجموعه ده چې د یو هېواد د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره یې مهم هغه صادرات دي.

د زیاتو صادراتو پر مټ یو هېواد کولی شي د نړیوال بازار ډېره برخه ترلاسه کړي، په کور دننه د تولید کچه زیاته کړي، د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکم کړي، نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي، د سوداګرۍ په برخه کې موجود کسر له منځه یوسي او یوې متوازنې سوداګرۍ ته ورسېږي.

په نننۍ نړۍ کې صادرات د هېوادونو د اقتصادي ودې څرخ په حرکت راولي او هر څومره چې د یوه هېواد صادرات زیات او باکیفیته وي، په هماغه اندازه یې په نړیواله کچه د سیالۍ ځواک پیاوړی کیږي. نن ورځ د نړیوالو سوداګریزو بازارونو د راخپلولو او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره تر ټولو ښه ټاکنه صادرات دي.