د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت ته کتنه

لیکوال: عبدالله ایمل

مقدمه

لکه څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته بهتره معلومه ده افغانستان په وچه پورې د تړلي یوه هېواد په توګه د خپلې سوداګرۍ (صادراتو او وارداتو) لپاره تر ټولو غوره، مصؤنې او ارزانې ترانزیټي لارې ته تر هر څه زیاته اړتیا لري او همدارنګه که چېرې د افغانستان سوداګرۍ او ترانزیټ مخینې ته ځیر شو د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ستونزې شته دي، له یوې خوا له چین سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو، بل خوا په افغانستان کې پانګونې ته د چین لېوالتیا او بل لوري ته په یو وېشتمه پېړۍ کې له خوندي سوداګرۍ او ډاډمنو لویو لارو محروم افغانستان ته په کتو دا هم جوته ده چې د واخان دهلېز پرانیستل به له شک پرته ضروري او بنسټیز ګام وي، چې باید واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د واخان دهلېز اهمیت

که چېرې د واخان دهلېز جوړ شي په سیمه کې به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي نفوذ د پام وړ مثبت تاثیر وکړي، د همسایه او سیمې له هېوادونو او سترو قدرتونو سره به یې د اړیکو په توازن کې د پام وړ بدلون راشي. سوداګري به پراختیا ومومي، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته به د افغاني محصولاتو لپاره د باور وړ، مصؤنه او ارزانه لار پرانیستل شي. په کور دننه به ورسره د تولید کچه لوړه، کاري فرصتونه به زیات او په ټوله کې به د بې وزلو هېوادوالو د ژوند کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. د واخان دهلېز به افغانستان له چین، پاکستان او تاجکستان سره په یوه نقطه کې وصل کړي. له دې لارې به پاکستان وکولای شي، چې له انرژۍ غني منځنۍ آسیا ته لاسرسی پیدا کړي او د چین لپاره افغانستان ته د رسېدو تر ټولو لنډه سوداګریزه لار کېدای شي او د دې لارې په جوړېدو سره به په سیمه کې سیاسي او اقتصادي ثبات لا غښتلی د وصلېدونکو هېوادونو ترمنځ به سالم اقتصادي رقابتونو ته لاره پرانیزي.

د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت

د واخان دهلېز د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري، یوه تنګه دره ده چې د چین هېواد له سینکیانګ ولایت سره پوله لري او د تاجکستان د ګورنو - بدخشان خودمختاره سیمه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير له ګلګت بلتستان سیمې څخه جلا کوي. د واخان درې پامیر له هسکو غرونو څخه د پنج او پامیر سیندونه راوتلي او په پایله کې د امو سیند جوړوي. د واخان درې اوږدوالی شاوخوا ۳۵۰ کیلو مټره او پلنوالی یې له ۱۳ څخه تر ۶۵ کیلو مټرو پورې رسېږي.

د واخان دهلېز په ۱۹مه پېړۍ کې د وخت د دوو لویو زبرځواکونو (روسانو او انګریزانو) د سترې سیاسې لوبې په نتیجه کې رامینځته شو او دواړو طرفونو له لوري د بفر زون په صفت وپېژندل شو. که څه هم واخان ته د تګ او راتګ لاره خرابه ده، خو د تاریخ په اوږدو کې د ختيځې، سویلي او مرکزي آسيا هېوادونو د وګړو لخوا د سوداګریزې لارې په توګه کارول کېده. واخان ولسوالۍ نفوس په ۲۰۱۰ م کال کې، تقريباٌ ۱۲۰۰۰ نفرو ته رسېده.

د واخان په شمالي برخه کې، چې د واخي او پاميري قومونه مېشت دي، د پامير په نوم هم يادېږي. دغه سيمه ځانګړې طبيعي ښکلا لري، خو اوسېدونکي يې د ښاري ژوند له لږو اسانتياوو څخه هم برخمن نه دي. واخان په ۲۰۱۴ م کال کې د وخت حکومت له خوا د هېواد د دوهم ملي پارک په توګه اعلان شو. د سوداګرۍ او سیمهییز اتصال له پلوه دغه دهلېز د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ځانګړی اقتصادي او سیاسي اهمیت لري. د واخان دهلېز د څلورو هېوادونو د نښلولو یوه ستراتيژیکه نقطه ده، که چېرې پر دې لاره د پرتو هېوادونو لخوا پر دغه دهلېز پانګونه وشي؛ نو ټول به ترې ګټه پوره کړي.

د واخان دهلېز په پرانیستلو سره به په سیمه کې پر اقتصادي او سیاسي برخه کې د همکاریو نوی باب پرانیستل شي. د قراقروم لویه لاره افریقا او منځني ختیځ ته د چین نوې لاره وه او په ۸۰ لسیزه کې دغه لویه لاره د سویلي آسیا لپاره د چین د کړکۍ په نوم یادېده.

داسې ویل کیږي چې په نېږدې راتلونکي کې چین پلان لري، د ورېښمو د پخوانۍ لارې ترڅنګ يوه بله لاره د وخجیر لارې په نامه چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه سره نښلوي، جوړه کړي. د واخان دهلېز به افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د قراقروم د لویې لارې او کاشغر سره ونښلوي.

د واخان دهلېز د افغانستان لپاره د هند، چین، تاجکستان او نورو هېوادونو سره د سواګرۍ د پراخېدو او د ترانزیټي عوایدو د زياتېدو له پلوه خورا مهم دی. دا دهلېز به له تاجکستان سره مرسته وکړي چې د قراقروم له لویې لارې چین او همدارنګه د پاکستان بندرونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه، تاجکستان پاکستان ته د برېښنا د لېږد او نورو سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره یاد دهلیز ته دیو مهم او ستراتيژیک دهلیز په نظر ګوري. د بله پلوه، د واخان دهلېز د پاکستان لپاره هم ځانګړی اهمیت لري او له دې لارې کولی شي چې د منځنۍ آسیا انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړي.

پایله

څه موده مخکې په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رییس وانګ ټینشیان سره په کتنه کې د واخان دهلیز د پرانېستې په اړه خبرې کړې وې. چین او افغانستان په داسې حال کې  د واخان دهلېز د بیا پرانېستې په اړه خبره کوي چې اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان د سیمې په ټرانزیټي مرکز بدل کړي او په دې برخه کې ګوټلي ګامونه هم اخیستل شوي دي. که چېرې د واخان دهلېز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، افغانستان به د سویلې او مرکزي آسیا پر وصل سربېره له چین سره تر ټولو نېږدې سوداګریزه لار پرانیزي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د بدخشان ولایت په لرې پرته ولسوالۍ واخان کې هېوادوالو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو، سړک او مکتب جوړولو، انټرنټ او مخابراتي شبکو سهولتونو برابرولو لپاره عملاً کار پیل کړی دی، چې په نېږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.