صنعت سکټور؛ شالید او په‌کې شویو پرمختګونو ته کتنه

صنعت سکټور-02

لیکوال: عبدالله ایمل

مقدمه

صنعت په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. له یوې خوا کاري فرصتونو زیاتوي او له بلې خوا د وارداتي توکو متبادل ګرځي او هېواد ته د وارداتو کچه راټيټوي. د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو برخو ترڅنګ د صنعت سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. اسلامي امارت په هېواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي تشبثات هڅولي، ملاتړ یې کړی او خونديتوب یې تضمین کړی دی. افغانستان اوس‌مهال کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او یو شمېر نورو برخو کې تولیدات لري.

د افغانستان صنعت په سکټور کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او کورني او بهرني پانګوال کولای شي، په دغه ذکرو شویو برخو کې عملآ پانګونه وکړي، چې عبارت دي له: کیمیاوي صنایع، ساختماني توکي، د ماشین جوړولو او فلزاتو صنایع، د درمل جوړولو صنایع، د چاپ صنعت، ترکاڼي او کاغذ جوړولو صنایع، سپک صنایع، د خوراکي موادو صنایع او نور بېلابېل صنایعو څخه.

په افغانستان کې د صنعت شالید

افغانستان د تمدنونو په څلورلارې کې واقع دی، په یو شمېر سیمو کې یې لکه کاپيسا، بګرام، بامیان، مېس عینکو او نورو ځایونو کې د پلټنو او او کیندنو په پایله کې داسې لاسي صنایع ترلاسه شوي، چې په افغانستان کې د صنایعو د زاړه او لرغوني تاريخ څرګندويه دي. په افغانستان کې لاسي صنایع له معمارۍ، نقاشۍ، خطاطۍ، خیاطۍ، کُلالۍ، نجارۍ، فلزکارۍ، نساجي اوبدلو، بوټ ګنډلو، دوا جوړونې، قالین او ګیلم اوبدلو او نورو څخه عبارت دي.

د امیر شیرعلي خان په دوره کې افغانستان په صنعتي ډګر کې یو څه پرمختګ وکړ، په دې برخه کې د وسلو جوړولو فابریکه، چې د ټوپک جوړولو ترڅنګ یې توپونه هم جوړول، جوړه شوه. د دې ترڅنګ د هېواد لومړنۍ چاپخانه هم په کابل کې جوړه شوه، چې دغې چاپخانې بیا یو شمېر کتابونه او د شمس النهار مشهور اخبار چاپ کړل.

د امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان په دورو کې د وسلو جوړونې، سکې وهلو، برېښنا او نساجۍ/ټوکر اوبدلو يو شمېر نورې فابريکې هم جوړې شوې. امیر عبدالرحمان خان د علم ګنج په نامه ماشین‌خانه جوړه کړه، چې له عسکري وسایلو پرته په‌کې د سلو لویو او وړو ماشینونو په مرسته به چاپ، د صابون  او شمع جوړونې چارې په‌کې سر ته رسېدلې. 

د امیر حبییب الله خان په دوره کې ماشیني صنعت لا پسې وغوړېد، د څرمنو او بوټانو فابریکه فعاله شوه او د جبل السراج د برېښنا فابریکې بنسټ هم کېښودل شو، همدا راز هېواد ته لومړی موټر، لومړی ټیلیګراف، لومړی ټلیفون او نور عصري وسایل هم راغلل.

وروسته په هېواد کې د کمونیستي نظام له راتګ  سره، پر هېواد د شوروي تحمیلي جګړې او د امریکا له لوري د هېواد اشغال له کبله د نورو برخو ترڅنګ صنعت سکټور ته هم په زیاته کچه تاوانونه واوښتل، د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره په هېواد کې یو ځل بیا د صنعت په برخه کې هلې ځلې پیل شوې؛ خو بیا هم لا تر اوسه نه پخوانۍ فابریکې په بشپړ ډول فعالې شوې او نه هم د دغو صنعتونو پيداوار دومره دي، چې په وارداتو کې د اړتیا وړ توکو ځای ونيولی شي.

صنعت سکټور کې شویو هڅو ته کتنه

صنعت په یوه ټولنه کې د اقتصادي پراختیا لپاره د ملا تير حیثیت لري، هر هغه هېواد چې د اقتصاد په برخه کې په خپلو پښو د درېدو هڅه کوي اړ دی چې د صنعت په سکټور کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړي. د همدې موضوع د اهمیت په درک کولو سره د افغانستان اسلامي امارت هم د صنعت په سکټور کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده، چې د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو په جریان کې لسګونه فابریګې په مختلفو برخو کې جوړې او پر تولیداتو یې پیل کړی دی.

اوسمهال د هېواد په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته صادرات په عادي ډول دوام لري. دغه صادراتو د هېواد له ۱۳ ولایتونو ترسره کېږي، چې د چارو د اسانتیاوو په موخه یې ځانګړي دفترونه هم پرانیستل شوي دي.

عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل په شمول د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي، چې هر زون ته سل جریبه ځمکه په نظر کې نیول شوې او خوشبختانه د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوې دي؛ چې ان شاءالله نږدې راتلونکې کې به د هېواد د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته تیار شي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې خپلو صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې بالقوه او بدیل بازارونه پیدا کړي، چې په دې برخه کې د هېوادونو څخه د ترجیحي تعرفو اړوند غوښتنې شوې دي او پرمختګ په‌کې هم شوی دی.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د ګمرکونو د معیاري کولو او با ارزښته او باوري صادراتو درلودلو په موخه له نړیوالو معتبرو شرکتونو سره په خبرو بوخت دی، چې دا چاره به هم زموږ د صادراتو په کیفیت او کمیت د پام وړ مثبت اغېز ولري.

له نېکه مرغه له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکې غوړېدلې دي، چې دې نه یوازې له هغوی سره د هېواد د سوداګرۍ پر غوړېدو مثبت تاثیر کړی، بلکې پر مشخصو هېوادونو زموږ صادراتي اتکاء را کمه شوې او افغاني توکي بدیل مارکېټونو ته استول کیږي.

 

صنعت سکټور کې شته ستونزې

د صنعت په برخه کې اساسي ستونزه د برېښنا د کمښت او د نرخونو د لوړوالي ده چې د برېښنا کمښت ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې اسلامي امارت هڅه کوي چې په کور دننه د برېښنا تولید کچه زیاته کړي همدا اوس له لمر څخه د لسګونه مېګاواټه برېښنا د تولید پروژو عملي چارې روانې دي او په نېږدې راتلونکي کې به ۱۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا هم تولید شي. له دې وراخوا، په بانکي سکټور باندې د نړیوالو له لوري بندیزونه بله هغه موضوع ده، چې صنعت‌کاران یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. په کور دننه د خامو موادو کمښت بله هغه ستونزه ده چې کورني صنعت د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده. د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د ذکر شویو او پاتې نورو ستونزو د حل په موخه له خصوصي سکټور سره په ګډه کار کړي تر څو شته ستونزو ته پر وخت سره رسیدنه وشي.

پایله

صنعت په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. له یوې خوا کاري فرصتونو زیاتوي او له بلې خوا د وارداتي توکو متبادل ګرځي او هېواد ته د وارداتو کچه راټيټوي. له همدې امله یاد سکټور اسلامي امارت په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی دی.

اسلامي امارت په پلان کې لري چې په هېواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي تشبثات وهڅوي، ملاتړ یې وکړي او خونديتوب یې تضمین کړي تر څو په هېواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي صنایع زيات او د صنایعو د تولید کچه لوړه شي، د همدې هڅو په نتیجه کې د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو په جریان کې لسګونه فابریګې په مختلفو برخو کې جوړې او پر تولیداتو یې پیل کړی دی.