په سیمه‌ییز اتصال کې د انرژۍ پروژو ارزښت ته کتنه

په سيمه ييز اتصال کې

مقدمه

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي چې له انرژي څخه غني مرکزي آسیا له ستونزو سره مخ سویلي آسیا سره ونښلوي. د انرژۍ دغه پروژې چې د افغانستان له لارې تېریږي؛ د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ او ټاپ پروژې دي چې په نېږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

د دې پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د افغانستان او له بل لوري به د سویلي آسیا هېوادونو د انرژۍ کمبود پوره شي. د دې ترڅنګ به په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته، اقتصادي وده به ګړندۍ او د ترانزيټي فیس له مخې به د ملي عوایدو لپاره ښه سرچینه شي.

د انرژۍ اړوند پروژې د سیمه ییز اتصال په برخه کې چې یوه حیاتي موضوع ده او د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعيت ورپورې تړلی دی، هڅې ګړندۍ کړې دي. ددې چارې په ترسره کېدو سره به له یوه لوري افغانستان د سیمې هېوادونو د وصل به نقطه بدل او له بل لوري به سوداګري ورسره پراخه شي.

هغه پروژې چې په سیمه‌ییز اتصال کې به رغنده رول ولري

ټاپي پروژه: د ټاپي نلليکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۵۶ انچه قطر لري، چې له ترکمنستان څخه پيل او د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په تېرېدلو سره لومړی پاکستان او په پای کې هند ته رسیږي. د دغه نل‌لیکې مجموعي ظرفيت په يو کال کې ۳۳ میليارد متر مکعب گاز دی.

اسلامي امارت د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل لپاره په هېواد کې دننه امنیتي ستونزې په بشپړ ډول له منځه وړې، د دې پروژې په مسیر کې د اړوند ځمکو د استملاک چارې روانې دي او د افغان – ترکمن ګډو ادارو ترمنځ همغږي او ګډ کار زمینه برابره شوې ده. د ټاپي پروژې د عملي چارو د ژر پیل په موخه  د افغانستان او ترکمنستان د تخنیکي ټیمونو ترمنځ  په دې اړه څو ځلې ناستې ترسره شوې او په ډېری برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۴۰۰ میلیون ډالره د ترانزیټ، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه نو تر لسو کلونو۵۰۰  میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب کاز ترلاسه کوي. او د دې پروژې له لارې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

کاسا زر: کاسا-۱۰۰۰ له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد پروژه ده، چې عملي چارې به په لنډو ورځو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پیل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره افغانستان ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کولای شي. همدارنګه افغانستان کولای شي، چې خپله برېښنا بیا له دې لارې پاکستان ته هم صادره کړي. همدا ډول د دې پروژې په پایله کې به افغانستان هر کال له پاکستان څخه له ۳۰ څخه تر ۴۰ میلیون ډالرو ترانزيټي فیس ترلاسه کړي.

ټوټاپ پروژه: ټوټاپ پروژه به ترکمنستان-ازبکستان-تاجکستان-افغانستان-پاکستان د برېښنا په یوه حلقه کې سره ونښلوي او له امله به یې دا زمینه برابره شي، چې افغانستان د برېښنا متحده شبکه ولري او د سینکرونایزیشن (Synchronization) ستونزه به هم حل شي.

ټاپ پروژه: ټاپ پروژه د ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا لیږد یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې هر کال به د دې برېښنا د ترانزیټ له پلوه افغانستان ۱۱۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي او همدا راز په هرات، فراه او کندهار کې به هم درې سبسټيشنونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په رهبرۍ او د اړوندو ادارو په ملتیا د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ او ټاپ پروژو د پیل لپاره هڅې روانې دي او په دې برخو کې پرمختګ هم شوی دی.

افغان ټرانس: د افغانستان اسلامي امارت د افغان - ټرانس (ترمذ- مزارشریف- کابل – پېښور رېل پټلۍ) پروژې پلي کېدو ته ژمن او د یادې پروژې د سروې چارې پای ته رسیدلې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغان ټرانس پروژې د پیل په اړه څو ځلې له ازبیک پلاوي سره ناستې کړې دي د دغو ناستو په جریان کې افغان لوري د پروژې ښکېلو لورو ته د پروژې د عملي چارو په برخه کې له خپل لوري ډاډ ورکړی دی او له دوی یې غوښتي چې د دې پروژې د عملي چارو په پیل کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د یادې پروژې ابتدایي ساحوي سروې د افغانستان په خاوره کې د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو د تخنیکي ټیمونو له لوري پای ته رسېدلې ده. د دې پروژې مجموعي لګښت شاوخوا ۵ میلیارده ډالر اټکل شوی دی. د افغان – ټرانس پروژې په پلي کېدو سره به د سویلي او منځنۍ اسیا پر وصل سربېره د چین او اروپا ترمنځ تر ټولو د لنډ ترانزیټي دهلیز له پاره زمینه برابره او د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کړي. له دې لارې به سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره او د ترانسپورټ په برخه کې به ګڼ کاري فرصتونه رامنځته شي.

د یادولو وړ ده چې د افغان – ټرانس پروژې په پلې کېدو سره به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لګښت تقریبا تر ۴۰ سلنې را کم شي او په کم وخت کې به مطلوب ځای ته سوداګریز توکي لېږدول کیږي.

وړاندیزونه

1.         په سیمه ییز اتصال کې د مرکزي رول لوبولو او له سيمې سره د هېواد د نښلولو لپاره د بې طرفه او متوازن بهرني سياست غوره کول؛

2.         د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو او په دې برخه کې د پانګونې د جذب په موخه د فرصتونو برابرول؛

3.         د افغانستان د سيمه ييز اتصال د ټينګښت په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو سيمه ييزو بازارونو جوړول؛

4.         د سيمه ييز اتصال او ټرانزيټ د پراختيا په موخه له ګاونډيو هېوادونو سره د ځمکنيو دهليزونو د جوړولو هڅې د بېلګې په ډول د واخان ځمکنی دهليز؛

5.         د سیمه ییز اتصال د پراختیا په موخه، له ټاکلو وړاندیزونو سره په سیمه ییزو سازمانونو کې د خپلو پلانونو او نوښتونو معرفي او په دې برخه کې د مهم رول ترسره کولو په موخه د افغانستان جغرافیایي ارزښت ثابتول؛

6.         د سيمه ييز اتصال په موخه له نړيوالو معيارونو سره برابر د ټرانزيټي لارو او ريل پټلۍ جوړول او رغول؛

7.         د سيمه ييز اتصال په موخه د ټرانزيټ او ټرانسپورټ اړوند قوانينو اصلاح او له سيمه ييزو معيارونو سره یې برابرول؛

8.         په خپل نوښت د سيمه ييزو پروژو د تطبيق لپاره د سيمې له هېوادونو سره شريک ميکانيزم او د اړيکو کمېټې رامنځته کول.

پایله

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي چې له انرژي څخه غني مرکزي آسیا له ستونزو سره مخ سویلي آسیا سره ونښلوي. دا چې افغانستان د مرکزي او سوېلي آسیا ترمنځ د پله حیثیت لري له دغه جغرافیوي موقعیت څخه سالمه ګټه اخیستل او د لویو اقتصادي پروژو تطبيق، پر پراخو اقتصادي ګټو سربېره به په هيواد کې ثبات هم تلپاتې شي، ځکه کله چې د هېوادونو تر منځ اقتصادي ګټې مشترکې شي، بيا ټول د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ګډې هڅې کوي او د سيمې امنيت د ټولو شریکو هېوادونو لپاره لومړیتوب وي.